د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنيدل بيا پيليږي


يوه افغان کډواله د خپل ماشوم سره
يوه افغان کډواله د خپل ماشوم سره

د کورونا وایرس له امله له پاکستانه، افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو ځنډیدلی بهیر بيا پيليږي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قيصرخان اپريدي مشال ريډيو ته د اګست په نهمه وويل چې د لسم اګست یعنی د ګل له ورځې به د افغان کډوالو رضا کارانه د واپسۍ عمل بیا شروع شي.

د مارچ له میاشتې راهیسې دا ستنيدل ودرېدلي وو. د اپريدي په وېنا دا خلک به له دوو مرکزونو ستنيږي. ((يو د خیبرپښتونخوا نوښار او بل د بلوچستان صوبې په کوټه کې دي. هلته د خلکو د تثبیت لپاره چارواکي موجود دي.))

پاکستان د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د افغانستان سره د چمن لار تړلي‌او طورخم یې په محدود ډول پرانیستې ده. خو د چارواکو په وينا د کډوالو د تګ مسله ځانګړې ده نو ځکه به دوی ته په ستنيدو کې کومه ستونزه نه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي د کډوالو په کمپونو، د ستنيدنې په مرکزونو او لارو کې یې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره ګامونه اخیستې او کډوالو ته یې لارښوونې تشريح کړي دي. قیصر اپريدي مشال راډيو ته وويل چې د کډوالو هرې کورنۍ ته دوه نيم سوه ډالر هم ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالونړیوالې ادارې ترمخه له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر دې دمه خوا اوشا څلور څلویښت لکه افغان کډوال واپس افغانستان نه ستانه شوي دي. د دې ادارې د شمېرو له مخې اوسمهال په پاکستان کې څه باندۍ څوارلس لکه رجسټرډ او اته لکه غیررجسټرډ کډوال ميشته دي.

XS
SM
MD
LG