د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د پوهنتونونو داخلې لپاره درې ورځنۍ ازموینې پیل شوې


د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې به د کانکور ازموینې درې ورځې روانې وي
د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې به د کانکور ازموینې درې ورځې روانې وي

د اګست پر پېنځمه، د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د داخلو لپاره د کانکور ازموینو درې ورځنی بهیر پیل شو.

د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې هر کال د ښوونځي له ۱۲م ټولګي فارغ زده کوونکي د پوهنتونونو داخلې لپاره د کانکور په نوم ازموینه ورکوي چې پکې د ۱۰م، ۱۱م او ۱۲م ټولګي د مضمونونو پوښتنې وي.

دا ځل د خوست ازموینې ته ۵،۱۸۹ زده کونکو نوملیکنه کړې ده.

چارواکي وايي، سږکال په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو داخلو لپاره شاوخوا ۲۱۰،۰۰۰ زده کوونکو ځانونه رجسټر کړي.

له دوی څخه به یوازې ۶۶،۰۰۰ زده کوونکي په دولتي پوهنتونونو کې داخلېږي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون مشر پوهنمل حسن ګل اریوبي وايي، د لوړو زده کړو وزارت له امر سره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې ۲،۵۰۰ نویو محصلانو ته داخله ورکوي.

په ازموینه کې د درغلۍ یا ټګۍ مخنیوي لپاره لومړی د ټولو زده کوونکو اسناد بایومېټرېک کېږي او بیا ورته په امتحان کې د ناستې اجازه ورکول کېږي.

ګڼو زده کوونکو په شیخ زاید پوهنتون کې امتحان ورکړ
ګڼو زده کوونکو په شیخ زاید پوهنتون کې امتحان ورکړ

څلور کاله مخکې افغان ولسمشر اشرف غني د کانکور ملي اداره جوړه کړه چې په پوهنتونونو کې د داخلې په ګډون د حکومتي او نورو دندو لپاره هم له خلکو ازموینې اخلي.

د خوست د پوهنتون مسوولین وايي، په امتحان کې د روڼتیا په موخه هېڅ زده کوونکي ته د ازموینې تالار ته د موبایل ټېلېفون او نورو برېښنايي (الېکټرانېکي) شیانو وړلو اجازه نه ورکوي.

اریوبي زیاتوي چې په شیخ زاید پوهنتون کې اوسمهال شاوخوا ۷،۰۰۰ محصلان په ۴۴ څانګو کې زده کړې کوي او پوهنتون ټول ۲۷۰ استادان لري.

خوست ته د کانکور ازموینې لپاره د لوړو زده کړو د وزارت د ورغلي پلاوي مشر پوهنوال عبدالشکور داور مشال راډيو ته وویل، تر اوسه یې په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستي او په پاتې ولایتونو کې په پړاوونو کې د ازموینو اخیستو بهیر سر ته رسوي.

ټاکل شوې وه چې د دولتي پوهنتونونو لپاره د کانکور ازموینې په اپرېل میاشت کې شوې وای، خو د کورونا وایرس وبا له وجې وځنډېدې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG