د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار زندان سلګونه بنديان لادرکه دي: افغان چارواکي


ننګرهار زندان له بريد وروسته
ننګرهار زندان له بريد وروسته

افغان چارواکي وايي د ننګرهار پر زندان له بريد وروسته د دې زندان سلګونه بنديان لادرکه دي.

د دوی په وينا څه باندې ۲۰۰ بندیان توانېدلي چې پر دې زندان له بريد وروسته په تېښته بریالي شي. د چارواکو په خبره د ننګرهار عمومي زندان کې په جنایي جرمونو د تورنو بندیانو ترڅنګ طالبان او داعش وسله ‌وال هم بندیان ول چې د ټولو شمېر نږدې ۱۸۰۰ کسانو ته رسېده.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د اګست پر درېيمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې که څه هم د دوی ارزونې تر اوسه نه‌ دې بشپړې شوي، خو دمګړۍ ۲۰۰ بندیان لادرکه دي.

د نوموړي په وينا ۱،۷۹۳ بنديان په زندان کې ول چې ۱،۵۱۰ ‌یې تر کنټرول لاندې دي.

"دمګړی له ۲۰۰ څخه پورته بندیان کمبود لرو او موږ یې د فراریانو په لېسټ کې شاملولای شو."

مومند د لادرکه بندیانو د پېژندګلوي په اړه نور تفصيل ورنکړ خو زياته يې کړه چې د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د ننګرهار د سرپرست والي په خبره انګېرنه دا ده چې لا به دغه کسان په ښار کې دننه وي نو په دې خاطر ټول مشکوک ځایونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته ویلي وو چې ۱،۰۲۵ بندیان چې له زندانه وتلي ول، بېرته ونیول شول.


رسمي شمېرې ښیي چې په دې برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي چې په وژل شویو کې ۲۰ ولسي وګړي، ۳ بندیان او دوه امنیتي سرتيري شامل دي، خو د ښاغلي مومند په خبره شمېرې ښایي بدلې شي.

دا برید د اګست پر دويمه د افغان حکومت او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند په درېیمه او وروستۍ ورځ وشو.

وسله‌ والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل، خو اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) يې مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د اګست پر درېيمه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ځواکونه به وروسته معلومه کړي چې د برید تر شا د کومې ډلې لاس و.

افغان چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د خپلو فعالیتونو د ترسره کېدو لپاره پراخ چتر جوړ کړی دی چې وخت نا وخت نوم بدلوي خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين اګست پر درېيمه د يوه ټويټ له لارې د افغان حکومت دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې طالبانو د درې ورځني اوربند سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG