د مشال راډيو د اختر پروګرامونو په لړ کې مو مشاعره کړې ده. د مشاعرې مېلمانه وتلي شاعران پيرمحمد کاروان او سيد شاه سعود دی.
پيرمحمد کاروان د خوست دی او ډرامه ليکوال دی. په دې وروستيوو کې يې ګڼو هنرمندانو شعرونه د موسيقۍ سره ويلي دي. هغه د خپلو حماسي او عشقي شعرونو او نظمونو لپاره پېژندل کېږي.
سيد شاه سعود په پېښور کې د استاد په توګه دنده پرمخ وړي. هغه د خپلو فلسفي شعرونو لپاره مشهوره ده او په دې وروستيوو کې يې ګڼو پښتنو هنرمندانو غزلونه ويلي دي.
شاه سعود وايي:
په جنګ اخته دي غواړي نه چې څوک خبره وکړي
واي دا نور دې د څرمنې پر ځای زعره وکړي
په هر یو فصل کې زموږ لپاره حکم وي چې
سعود که هر څه دی خو مینه غواړي امن غواړي
خلک جنګونه کوي دی پکې سندره وکړي
د پيرمحمد کاروان شعر دی چې:
وس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم
اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم
ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه
بشير ګواښ د پيرمحمد کاروان او سيد شاه سعود سره مشاعره او بنډار کړی دی. د هغو سندرغاړو خوندورې موسيقي هم د دې خپرونه برخه ده چې د کاروان او سعود شعرونه يې ويلي دي.
دلته یې اورېدلی شئ.
-
بشیر احمد ګواښ
بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د فېسبوک تبصرې