د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خلک په اوربند کې له اختر خوند اخلي


د خوست ځوانان
د خوست ځوانان

د خوست اوسیدونکي په ځانګړي ډول د هغو سیمو خلک چې امنیتي ګواښونه پکې نسبتاً ډېر دي، په دې اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند له کبله یې اختر په خوښۍ او ارامۍ تیریږي.

په دې اختر کې چې د کرونا وایرس د ګواښ له کبله د حکومت لخوا د ښار پارکونه او د خلکو د ګڼه ګوڼې ځایونه تړلي، ډیری خلک د ورځو په پای کې متون بابا غونډیو ته، چې تر اوسه خړې او شاړې پاتې دي، ورځي او یو بل ځای په کې بنډارونه کوي.

د شنبې ورځې ناوخته د خوست د خاني خوړ اوسیدونکی نکیم خان سلیمانځی په دې ځای کې مشال راډیو ته وویل ډېر ښه اختر يې پیل کړی دی. دده په وینا دوی په دې اختر کې د پکتیا سټو کنډو او د خوست د ګربزو ولسوالۍ شیخامیر سیمو ته ولاړل او هلته يې میلې او بنډارونه وکړل. نوموړي د اګست په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل: ((که دایمي سوله راشي نو ددې هېواد په ښایستونو او د خلکو په مینه کې کمۍ نشته.))

دا ځل په خوست کې ځوانانو په اختر کې په هګۍ جنګولو او نورو سياليوو کې برخه واخیسته. ځينو ځوانانو اتڼنونه وکړل او ځينو موسيقي وغږوله.

د میرولي حساس په نوم د باک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، سره لدې چې د دوی سیمې له امنیتي ګواښونو خالي نه دي خو د اوربند په اعلان سره خلک د ارامۍ احساس کوي. هغه مشال راډيو ته وويل: ((نور کلونه به مو اختر له خپلو نږدې دوستانو او کلیوالو سره مختصر غوندې لمانځه خو دا دی، سږ کال د خوست ښار تفریحي غونډیو ته راغلي يو او د نورو سیمو له ځوانانو سره یو ځای د اختر خوشالۍ لمانځو.))

سره له دې چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان خلک خوشاله دي خو بیا هم کرونا یوه داسې وبا ده چې د نړۍ په کچه يې د خلکو ژوند په ډېرو برخو کې اغېزمن کړی او افغانان هم لدې افته خوندي نه دي. د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی فاروق فولاد وايي، د کرونا وایرس د ګواښ له کبله د اختر لمانځلو ته پخوانی خوند او رنګ نه دی ورپاتې شوی.

هغه د اګست په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل: ((حکومت پارکونه او نور رسمي ځایونه بند کړي. یوازې دا خړه غونډۍ ده، چې خلک ورته راځي او پدې کې لږ تر لږه د ارامۍ او سکون احساس کوي.))

په لوی اختر کې تر اوسه د کومې جګړې او امنیتي پيښې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG