د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وهلو شمېره له ۲۷۸ زره نه واوښته


په حېدراباد کې د يوې ښځې د کورونا وایرس ټيسټ کېږي
په حېدراباد کې د يوې ښځې د کورونا وایرس ټيسټ کېږي

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۷۸،۳۰۵ ته رسېدلی دی.

د اګست پر لومړۍ نېټه، د کووېډ -۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ویبپاڼې له معلوماتو سره سم، په پاکستان کې له کووېډ -۱۹ ناروغۍ ۵،۹۵۱ کسان مړه شوي خو ۲۴۷،۱۷۷ ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په يو شمېر سيمو کې نرم ټولبند عملي کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر خلکو غږ کړی چې د لوی اختر په ورځو کې دې د کورونا وایرس نه د بچ کېدو لپاره له حفاظتي اقداماتو کار واخلي.

په افغانستان او نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

د امريکا د جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په افغانستان کې تد اګست تر لومړۍ نېټې پورې د کورونا وایرس د مثبتو پېښور شمېر ۳۶،۷۱۰ ته رسېدلی دی.

په هغه هیواد کې د کووېډ-۱۹ناورغۍ له کبله ۱،۲۸۳ کسان مړه شوي خو بیا ۲۵،۵۰۹ رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، د اګست تر لومړۍ نېټې، په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو رسمي پېښو شمېر تر ۱۷ میلیونه شپږ لاکه څخه اوښتی دی. تر دې دمه کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې نږدې شپږ لکه ۸۰ زره کسان وژلي خو ۱۰ میلیونه او درې لاکه نه زیات کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG