د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ۴۰۰ طالب بندیان دې په درېیم ځای کې نظر بند وساتل شي


دا طرح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دواړو خواوو سره شریکه کړې ده.
دا طرح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دواړو خواوو سره شریکه کړې ده.

امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر د لانجې د حل لپاره وړاندیز کړی دی چې دا بندیان دې د دواړو خواوو تر ګډې څارنې لاندې یوه درېیم ځای ته ولېږدول شي.

د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې یوه مهمه برخه وه، خو دا مسله وروسته له هغې لانجمنه شوه چې افغان حکومت وویل دا ۴۰۰ بندیان خطرناک مجرمان دي.

درو امریکايي چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ د لانجې د حل لاره ده. دې چارواکو چې نه ‌غواړي نومونه ‌یې افشا شي ویلي، پر هغه ځای چې دا بندیان به پکې ساتل کېږي افغان حکومت او طالبان دواړه څارنه کولای شي.

روېټرز د دې چارواکو له قوله لیکي چې دا طرح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دواړو خواوو سره شریکه کړې ده.

په کابل کې یو بل ډيپلومات روېټرز ته ویلي چې طالبان د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په مسله کې پر خپل دریځ ولاړ دي، نو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د افغان حکومت د موافقې په صورت کې دا بندیان نظربند شي.

د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

امریکايي چارواکي دا طرح وروسته له هغه وړاندې کوي چې ولسمشر اشرف غني د جولای پر ۳۱مه، د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل، شاوخوا ۴۰۰ بندیان چې طالبانو یې لېست امریکایانو ته سپارلی، نه ‌خوشې کوي.

هغه د دې بندیانو د خوشې کولو په اړه د پرېکړې لپاره په نږدې راتلونکي کې د لویې جرګې د رابللو ژمنه وکړه، خو غني په عین حال کې وویل چې د ښه نیت د یوه اقدام په توګه حکومت چمتو دی چې ۵۰۰ نور طالب بندیان خوشې کړي.

افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په لړ کې تر اوسه څلور نیم زره طالب بندیان خوشې کړي، خو وايي پاتې ۴۰۰ بندیان د پاکستانیانو په ګډون بهرني اتباع او خطرناک مجرمان دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل: "په دې ۴۰۰ څه کم او زیات بندیانو کې سم نیمايي بهرني وګړي دي. موږ په وار وار ویلي چې کله طالبان یا د هغوی همفکران یا هغوی چې فکر کوي د سولې پر وړاندې خنډونه حکومت یا کوم بل اړخ جوړوي، هغوی ته دا ډېره منطقي خبر ده چې وايي، طالب ولې د پاکستانیانو په خوشې کولو ټینګار کوي. طالب خو ځان افغان ګڼي او ځان د افغانستان د راتلونکي نظام شریک ګڼي، نو بیا ولې د پاکستانیانو، بنګلدېشیانو، یا عرب یا چچنیايانو پر خوشې کولو ټینګار؟"

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد
د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد

د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د غوښتنو په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او همداراز د امریکا ځینو لوېدیځ متحدانو هم اندېښنه ښودلې ده.

خلیلزاد پر حکومت او طالبانو فشار راوستی دی چې د بندیانو د خوشې کولو د لانجې له کبله اوسنی ولاړ حالت پای ته ورسوي.

خو روېټرز خبري اژانس په کابل کې د یوه جګپوړي لوېدیځ ډیپلومات له قوله لیکلي دي چې وايي امریکايي چارواکي او متحدان‌یې دا مني چې د ډېرو خطرناکو طالبانو خوشې کول به یو لېونتوب وي.

دې ډیپلومات چې روېټرز یې نوم نه ‌دی ښودلی ویلي چې دا کسان د بشریت پر ضد د ډېرو خطرناکو جرایمو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

یوه اسیایي ډیپلومات اژانس ته ویلي چې خلیلزاد د روانې لانجې د حل لپاره پر نظربندۍ سربېره دواړو خواوو ته ځیني نور وړاندیزونه هم کړي چې یو په‌کې په پټه او له اعلان پرته د دې بندیانو خوشې کول و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د امریکايي چارواکو د وړاندیز په غبرګون کې پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو نظربند کول د روان ولاړ حالت د پای ته رسولو معقوله لاره نه‌ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG