د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې په موټر بمي برید کې یو شمېر کسان وژل شوي


برید د پل علم له ښاروالۍ هوټل سره نېږدې شوی دی
برید د پل علم له ښاروالۍ هوټل سره نېږدې شوی دی

د لوګر مرکز پل علم کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه نهه تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، برید د جولای ۳۰مې پر ماښام د ښاروالۍ هوټل مخې ته له امنیتي پوستې سره شوی.

د وزارت په بیان کې وايي، چوونکي توکي په کورولا موټر کې ایښي ول.

په بیان کې راغلي، وژلیو کې شپږ امنیتي سرتېري او درې ملکیان شامل دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزی د مرګ ژوبلې شمېر زیات یادوي.

نوموړي د جولای ۳۰مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.

ستانکزی زیاتوي، "د یوې کورنۍ چې زما ګاونډیان دي، {g,v زامن یې په شهادت رسېدلي. برید عام بازار کې شوی."

طالبانو پيښه کې لاس لرل رد کړي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، مخکې دا ډول بریدونه طالبانو کړي دي.

دا حمله پر داسې مهال شوې چې د جولای له ۳۱مې څخه طالبانو او افغان حکومت د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG