د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خبریالان وايي‌ معلوماتو ته سم لاسرسی نه لري


د افغانستان د ختیځو سیمو خبریالانو غونډه
د افغانستان د ختیځو سیمو خبریالانو غونډه

ننګرهار- د افغانستان د ختيځ زون په کچه خبریالان د ننګرهار د رسنیو دفتر ته ورټول شوي ول او د ولایتي ادارو په ګډون يې په بېلا بېلو ولسواليو کې له چارواکو شکايتونه کول چې د تحقیقي ريپوټونو د چمتو کولو پر مهال معلومات نه ورکول کېږي.


د افغانستان د ختيځ زون په کچه خبریالان د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېتې په بلنه د ننګرهار رسنیو دفتر ته د جولای پر ۲۸مه ورټول شوي ول او شکايت يې کولو چې د څیړنیزو ريپوټونو د چمتو کولو پر مهال ورته د ولايتي ادارو ترڅنګ په ولسواليو کې چارواکي معلومات نه ورکوي.

ایمل ظاهر چې له يوه ځايي ټلويزیون سره د څېړنیزو ريپوټونو د چمتو کولو په برخه کې کار کوي، مشال راډيو وویل،"کله چې موږ په کومه تحقیقي موضوع باندې کار کوو، د ولسواليو چارواکي وايي چې دوی ته مکتوب راغلی چې له رسنيو سره خبرې مه کوئ. هېڅ چارواکي د مرکې لپاره نه حاضرېږي او دا ستونزه په ریاستونو کې هم شته، پرته د رسنيو له دفتره نور هېڅ يوه اداره زړه نه ښه کوي چې په هغوی شتو نيوکو ته ځواب ووايي."

د ختيځې سيمې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل وویل، کله چې هم دوی په څېړنیزو ريپوټونو د ادارو له چارواکو معلومات غواړي، نه ورکول کېږي،"موږ چې کله هم په ننګرهار کې له ادارو څخه د خينو ورځينو او یا هم څيړنیزو ريپوټونو لپاره معلومات نه راکوي. معلومات ته نه لاسرسي د دې باعث شوی چې په دولت د خلکو باور کم شي، د رسنيو اعتبار ته زیان ورسېږي او خلک هر څه ته د شک په سترګه ګوري، د غلا په سترګه ګوري، له همدې وجې موږ خلکو ته سم معلومات نه شوو رسولی.

زیارمل زیاته کړه، "موږ په کابل کې د سنیو د ملاتړو ټولنو او حکومت نه هیله لرو چې دا ستونزې هوارې کړي."

د افغانستان په ختيځ کې د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل، د خبریالانو دا شکايتونه به له مرکزي دفتر سره شریکوي او هغوی به ورته حل لارې مومي:

ده وویل، "دا ستونزې به مو د خبریالانو خونديتوب کمېټې له ادرس نه د ولایت مقام سره او هم به زموږ مرکزي دفتر له اړوندو وزارتونو او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې سره به يې شریکوي او حل لاره به ورته لټول کېږي. ځکه معلوماتوو ته لاسرسی د هر خبریال حق دی، قانون توشیح شوی او هيڅوک له قانون نه پورته نه دی."

همدرد زیاتوي چې که خبریالان د څېړنیزو ريپوټونو د چمتو کولو پر مهال د چارواکو لخوا له ګواښونو سره مخ کېږي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه به په عدلي او قضايي ادارو کې په خپل لګښت دوی ته وکيل نیسي او قضیه به یې د حقایقو تر بریده رسوي.

XS
SM
MD
LG