د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې ۵ پولیس او ۲ ولسي وګړي وژل شوي


پخوانی تصویر: په ګلګت کې د پوځ تالاشي
پخوانی تصویر: په ګلګت کې د پوځ تالاشي

په ګلګت بلتستان کې د دوو ولسي وګړو تر وژل کېدو وروسته خلکو مظاهره کړې او د قراقرم لار يې بنده کړې ده.

ځايي خلکو نن مشال راډيو ته وويل چې پولیسو نن سهار وختي په چيلاس کې د عملياتو پر مهال دا خلک وژلي دي.

پوليس وايي دوی له دې خلکو سره د احتجاج ختمولو لپاره مذاکرات کوي.

د ګلګت پوليسو نن د جولای پر ۲۸مه خپره کړې خبرپاڼه کې وويل چې د ترهګرۍ ضد ځواک د استخباراتي معلوماتو په بنياد نن سهار وختي د يو مفرور کس پر کور چاپه ووهله. په دغه مهال په نښته کې د دې ځواک پينځه سرتېري ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

د پوليسو په وینا په ډزو کې دوه ځايي ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

پوليسو دا نه دې ويلي چې د چا پر کور چې چاپه وهل شوي وه هغه ته څه زيان رسېدلی او کنه.

د پولیسو په وینا، په دې اړه پلټنې روانې دي او نور مالومات به وروسته له رسنيوو سره شريک کړي.

د سیمې یو اوسېدونکي روشن خان دياميري نن (د جولای په ۲۸مه) د ټیلیفون پر کرښه مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوو دوو ولسي کسانو کې یو یې د اسلام اباد د نمل پوهنتون زده کوونکی دی او بل يو ځايي مزدور دی.

دیامیری چې په اسلام اباد کې زده کړې کوي، وايي دې کسانو هېڅ جرمي تاريخچه نه درلوده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG