د لاسرسي ځای

تازه خبر

که خلک اختر کې پام ونکړي‌ کورونا زیاتېدای شي: عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر ولس غږ کړی دی چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د لوي اختر پر مهال له احتیاطي تدابیرو سرغړونه ونکړي.

عمران خان د جولايي پر ۲۷مه پر سرکاري‌ ټیلي ویژن په یوه وینا کې ویلي چې که چیرې د روغتیا اصول په پام کې ونه ساتل شي نو وایرس لا نور خوریدی شي.

نوموړي‌ زیاته کړې چې له لويو اقتصادي تاوانونو د خوندي پاتې کیدو لپاره مکمل ټولبند یا لاک ډاون عملي نه کړل شو.

عمران خان ادعا کړې چې په پاکستان کې د کورونا وایرس د نویو ناروغانو رامنځ ته کېدو کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا وایرس د جولايي تر ۲۸مې په پاکستان کې ټول ۲۷۵۲۲۵ کسان وهلي دي.

د یادې ناروغۍ په اړه د پاکستان سرکاري ویب پاڼه لیکي چې له دې ناروغانو څخه ۵۸۶۵ کسان مړه شوي او ۲۴۲۴۳۶ جوړ شوي دي.

کورونا وایرس په پاکستان کې تر اوسه تر ټولو زیات پنجاب صوبه ځپلې ده. له هغه وروسته سیند ، خیبر پښتونخوا او بلوچستان دي.

د اپوزېشن ګوندونه د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د حکومت پر تګلارو نیوکې کوي‌ خو حکومتي چارواکي وايي چې اپوزېشن هڅه کوي چې له دې وبا څخه سیاسي ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG