د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي ایران د افغان سولې په بهیر کې لازمه همکاري نه کوي


د افغانستان سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ایران د افغانستان سولې په بهیر کې هغسې چې ښايي همکاري نه کوي.

نوموړي د جولای پر ۲۴مه ناوخته د امریکا د سولې انسټېټيوټ په کوربه توب هغه بحث ته دا خبرې وکړې چې د افغانستان په سوله ییز راتلونکي کې د مرکزي اسیا د ملاتړ پر موضوع رابلل شوی و.

زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې پروسې په اړه د ایران دریځ ته په اشاره وویل:

"ایران هغسې چې ښايي په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د بین الافغاني مذاکرو د پیل په تړاو همکار نه دی، هغه هم تر ډېره له دغه هېواد سره زموږ د اړیکو څرنګوالي له کبله، که په کابل کې د ایران بهرنیو چارو وزارت د مرستيال څرګندونې جدي وګڼو چې څو ورځې مخکې یې هلته ویلي وو، د سولې پروسه او په افغانستان کې یې د امریکا پوځي حضور نه خوښېږي، معنا دوی هغه فورمول ته لومړيتوب ورکوي چې امریکا دې د سولې له کومې پروسې پرته یعني د جګړې په حالت کې افغانستان یوازې پرېږدي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس عراقچي د جولای پر ۱۵مه کابل ته سفر کړی و او هلته یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ ویلي وو چې افغانستان او ایران ته ګډ امنیتي ګواښونه پېښ دي او د دغو ګواښونو په وړاندې ګډو تګلارو ته اړتیا ده.

عراقچي په کابل کې "د سټراټیژیکو همکاریو د جامع سند" په اړه هم تفصيل ورکړ چې په پام کې ده ډېر ژر وروستی او د افغانستان او ایران ولسمشران یې لاسلیک کړي.

د خلیلزاد وروستیو څرګندونو په اړه لا ایراني چارواکو څرګندونې نه دې کړې.

تهران که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کوي، خو ویلي یې دي، دغه هېواد ته د سولې راوستلو لپاره به هره ممکنه هڅه کوي.

د جولای ۲۴مې بحث ته د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره واشنګټن له عرب او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم له نېږدې کار کوي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې او پخلاینې په پروسه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو رول هم اغېزناک وباله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG