د لاسرسي ځای

تازه خبر

محب: دښمن د طالبانو په مرسته د افغانانو کورونه ورانوي


حمدالله محب په کونړ کې پر راکټونو لګيدلي يو کور ته ورغلی
حمدالله محب په کونړ کې پر راکټونو لګيدلي يو کور ته ورغلی

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ختيځو ولايتونو د امنيتي حالاتو د اروزنې لپاره د کړي سفر په وخت ويلي د پاکستان د راکټونو ځواب به ورکوي.

نوموړی د جولای په ۲۱مه له ننګرهار وروسته کونړ او بيا لغمان ته لاړ. د افغانستان د ملي امنيت شورا د جولای په ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌چې حمدالله محب ځيني هغه کورونه هم وکتل چې په مبیینه ډول له پاکستانه په ورغورځول شوو راکټونو ويشتل شوي وو.

هغه په دې اړه د خلکو د شکايتونو په ځواب کې وويل: ((د پاکستاني راکټونو د را توغولو ستونزه د افغان دولت لپاره ډېره مهمه ده. موږ به ورته مناسب ځواب ورکوو. چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره لاندې کړي.))

د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې پر کونړ د ويشتلو راکټونو په اړه ويلي وو چې له هغه ځايه پرې وسله وال بريدونه کوي

د کونړ ولایت د والي دفتر د جولای په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پاکستاني پوځ له خوا ورتوغول شوو راکټونو خوا او شا ۱۵ کسان وژلي او زخميان کړي او له ځينو سيمو خلک په کډه کولو مجبوره شوي دي.

د پاکستان حکومت د دې تازه پېښو په اړه څه نه دې ويلي خو پخوا يې د داسې بريدونه په اړه د خپل دريځ په ښودلو ويلي وو چې له افغان خاورې پرې وسله وال بريدونه کیږي. پر ډيورنډ‌کرښه د دوی په وېنا د وسله والو د وراوښتو د مخنيوي لپاره د اغزن تار لګول هم جاري ساتلي دي.

حمدالله محب چې د کورنيوو چارو وزیر او د افغان پوځ مشر هم ورسره ملګري دي، د دې سفر پر مهال د سولې لپاره خپل هوډ بيا تازه کړی دی. د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې محب د جولای په ۲۱مه په کونړ کې وويل د افغانستان دښمنان د طالبانو په مرسته د افغانانو کورونه ورانوي. هغه پر طالبانو غږ وکړ: ((د پردیو غلامي پرېږدئ او راشئ د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږئ چې دا وطن د پرمختګ لور ته ولاړ شي.))

طالبان دې د پرديوو غلامي نه کوي. موږ ورسره باعزته سولې ته تيار يو.
حمدالله محب

د ننګرهار د سفر پر مهال، د جولای په شلمه د مدني فعالانو سره په ناسته کې يوې ښځینه فعالې ملالې میوندۍ اندېښنه لرله چې له طالب سره سوله به د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وننګوي.

د دې په ځواب کې حمدالله محب وویل افغان حکومت له داسې طالب سره سوله نه کوي چې د افغانستان ګټې له خطر سره مخ کړي.

د يادونې ده چې طالبانو د امريکايانو سره د فرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون کړی دی. د دې لوظنامې ترمخه به امريکايان له افغانستانه وځي. طالبان به نه پخپله پر امريکايانو بريد کوي او نه به هم نور دې کار ته پريږدي.

په تړون کې ويل شوي چې کله افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بنديان او طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ کسان خوشي کړي بيا به بېن الافغاني خبرې پېليږي. د افغانستان ملي‌امنيت شورا ويلي چې حکومت تر اوسه پورې ۴۶۰۰ طالب بنديان خوشي کړي دي.

XS
SM
MD
LG