د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې ۵۲۳۹ او افغانستان کې ۱۱۸۵کسان وژلي


په حېدراباد کې د يوې ښځې د کورونا وایرس ټيسټ کېږي
په حېدراباد کې د يوې ښځې د کورونا وایرس ټيسټ کېږي

په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېره له دوه لکه او ۶۶ زره څخه واوښت. په همدې حال کې په برتانيه کې د دې وايرس ضد ويکسين جوړ شوي چې ازمیښت یې روان دی.

په دې اړه شمېرې خپرونکې سرکاري وییپاڼې، تازه معلومات ښايي چې کووېډ۱۹ ناروغۍ تر دې دمه په پاکستان کې ۵۶۳۹ کسان وژلي خو دوه لکه او اته زره زیات کسان ترې بېرته رغېدلې هم دي.

هلته په افغانستان کې بیا چارواکي وايي چې د جولای تر ۲۱ مې ۳۵ نیم زره کسان کورونا نیولي، ۱۱۸۵یې وژلي خو ۲۳ زره ۷۰۰ زیات ترې بیرته ښه شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د جولای تر ۲۱مې ورځې د معلوماتو له مخې په ګرده نړۍ کې ۱۴ میلیونه او اووه لکه زیات کسان په کورونا اخته شوي، نېږدې شپږ لکه او ۱۰ زره یې وژلي خو ۸۲ لکه ۹۰ زره زیات کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

کورونا په نړۍ کې تر ټولو زیات چې کوم هیوادونه ځپلي په هغو کې امریکا، برازېل او هند په ترتیب سره په لومړي، دوهم او درېم نمبر دي.

واکسين

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره چې کوم درې ډوله واکسین په ازمېښتي ډول پرانسانانو کارول شوي وو، د جولای پر ۲۰مه خپاره شوي نتایج یې هیله بښونکې دي خو اوس به کتل کېږي چې ایا دا واکسین خوندي او تلپاتې دي او که نه؟

دا واکسینونه د اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو جوړ کړي او په اړه یې په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې څرګند جانبي عوارض (سایډ اېفېکټ) نه لري. دا واکسینونه د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ په ۱۰۰۰ تنانو ازمویل شوي او تر اوسه یې لږ تر لږه دوه میاشتې خوندیتوب ښودلی دی.

بل پلو چینايي څیړونکي هم وايي چې هغوی ازمېښتي واکسین په ۵۰۸ رضاکارانو استعمال کړي چې د خوندیتوب نخښې یې ښودلي دي. د دغو رضاکارانو عمرونه د ۱۸ او ۸۳ ترمنځ وو او ټولو یو یو خوراک واکسین اخېستی و.

د جرمني او امریکا څیړونکي هم د کویډ ـ ۱۹ د واکسینو په جوړولو بوخت دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا خبرونه د خوښۍ وړ دي خو لا هم په دې لاره کې ډېر مزل پاتې دی.

XS
SM
MD
LG