د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ افغانانو مړي وطن ته ليږل کېږي


ارشیف: په ترکیه کې یوه ډوبه شوې کښتۍ

په انقره کې د افغانستان سفارت وایي د هغو افغانانو د مړیو لېږد دوام لري چې په ترکیه کې په اوبو کې ډوب شوي ول.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت سرپرست او شارژدافیر حبیب احمد خنجاني د جولای په شلمه مشال راډیو ته وویل چې ډېری مړي به د چهارشنبې او جمعې په ورځو کابل ته ولېږدول شي.

د خنجاني په خبره تر اوسه د ۲۴ افغانانو مړي پېژندل شوي دي. د افغانستان دوو هوایي شرکتونو په وړیا ډول له ترکیې افغانستان ته د وژل شویو افغانانو وګړو د انتقال مسولیت په غاړه اخیستی.

په انقره کې د افغانستان سفارت سرپرست حبیب احمد خنجاني د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې ترکیې د اریانا او کام‌ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړې چې دغه هېواد ته د مسافرو د انتقال پرته د افغانستان د وژل شویو وګړو مړي او هم نور افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.

خنجاني زیاته کړه: "د دغو مړیو د انتقال لړۍ به د اوونۍ تر پایه دوام وکړي. اوس‌ مهال درې مړي په استانبول کې دي. موږ به دا کار داسې تنظیم کړو چې په اریانا او کام‌ایر الوتنو کې ولېږدول شي. د چهارشنبې او جمعې په الوتنو کې به دا مړي انتقال کړو."

دا پېښه د جون پر ۲۷مه د ترکیې وان ښار په اوبو کې وشوه. شاوخوا ۶۰ پناه غوښتونکي په هغه کښتۍ کې چې په غیر قانوني ډول له ایرانه راروان ول، ډوب شول.

ه انقره کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وایي دا پېښه احتمالاً د کښتۍ ماشین کې د تخنیکي ستونزې له کبله رامنځته شوې وه.

خنجاني د مړیو هویت په اړه مشال راډیو ته وویل: "۵۸ مړي موندل شوي دي چې له دې ډلې ۲۸یې پېژندل شوي دي. دا کسان هم د خپلوانو له ‌خوا وپېژندل شول. دا تر اوسه څرګنده نه‌ ده چې ټول به افغانان وي. موږ یوازې وتوانېدلو د ۲۴ افغانانو مړي د هغوی د خپلوانو په مرسته وپېژنو."

خنجاني زیاته کړه، ځیني مړي چې د پېژندلو نه‌ وو، په ترکیه کې خاورو ته وسپارل شول. د دغه افغان ډیپلومات په خبره، له دې پېښې د درېیو ماشومانو مړي هم له اوبو رایستل شوي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي، په یاده کښتۍ کې له ۵۵ تر ۶۰ کسان سپاره ول. دا لومړی ځل نه‌ دی چې د افغانستان وګړي د ترکیې په اوبو کې ډوبېږي. تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې هېواد وګړي باید له غیر قانوني سفرونو ډډه وکړي او خپل برخلیک قاچاق وړونکو ته ونه ‌سپاري.

ترکیه اوس‌ مهال د یو شمېر افغانانو لپاره د لوېدیځي اروپا پر لور یوه لاره بلل کېږي.

له یوې خوا له ایران او بل لور ته له اروپا سره د دې هېواد نږدېوالی د دې سبب شوی چې اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي ډول تلو لپاره د ډېرو پام ځان ته واړوي.

جګړې، بې‌ کارۍ او بې‌ وزلۍ ډېری افغانان اړ ایستي چې د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته مخه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره ترکیه د نړۍ په سطح د غیر قانوني پناه غوښتونکو تر ټولو لوی کوربه بولي.

شاوخوا څلور میلیونه پناه غوښتونکي په دې هېواد کې اوسېږي چې ډېری یې د افغانستان او شامي وګړي دي.

راپور فریبا ظاهر

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG