د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر افغان خبریالان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي: رپورټ


د جلال اباد خبریالان د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ نوی رپورټ ګوري
د جلال اباد خبریالان د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ نوی رپورټ ګوري

جلال اباد - د افغانستان په ختیځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ ویلي چې په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې یو شمېر خبریالان مړه شوي دي.

د هېواد په ختیځ کې د کمېټۍ مشر د جولای پر ۱۹مه خپل شپږ میاشتنی رپورټ خپور کړ خو په جلال اباد کې یې خبري غونډې ته د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې د مړو شویو خبریالانو کره شمېر و نه ښود.

د کمېټۍ مشر شېرشاه همدرد البته وویل چې کووېډ-۱۹ جهاني وبا د ژوند د نورو برخو او څانګو په ګډون د خبریالانو او رسنیو کار هم اغېزمن کړی.

د ده په خبره، ځینې رسنۍ د کاروبارونو خرابېدو له وجې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ځینې خو یې ان تړل شوې هم دي.

همدرد وايي، "۲۰۲۰ز کال د کورونا وایرس په خپرېدو سره پیل شو او د دې نړیوالې وبا له امله زموږ د نورو ګڼ شمېر هېوادوالو تر څنګ زموږ د یو شمېر خبریالانو د مړينې او سبب هم وګرځېده. کورونا وایرس رسنیو ته ګڼ اقتصادي زیانونو واړول، یو شمېر رسنۍ اړ شوې چې خپل کارمندان بې معاشه رخصت کړي."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ سیمه ییز مشر وویل، د وبا له وجې معلوماتو ته د لاسرسي بهیر هم له "فوق العاده مشکلاتو" سره مخامخ شو او چې خبریالانو تحقیقي او پلټنیز رپورټونه جوړول غوښتل نو "کافي" معلوماتو ته یې لارسی نه لاره.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جولای تر ۲۰مې په افغانستان کې د کورونا وایرس ټولې ۳۵،۵۲۶ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۲۳،۷۴۱ جوړ شوي البته ۱،۱۸۵ کووېډ-۱۹ ناروغۍ وژلي دي.

افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو یو دی چې پکې د تاوتریخوالي او ناامنیو له وجې خبریالان له ګواښونو سره مخامخېږي او ځينې یې د ناامنیو پر مهال ووژل او ژوبل هم شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ له رپورټ سره سم، د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې.

په دې موده کې د تاوتریخوالي په پېښو کې دوه خبریالان ووژل او ۱۱ ژوبل شول.

شېرشاه همدرد همداراز وايي، له دې پرته "پېنځه" خبریالان په تېرو شپږو میاشتو کې "ووهل" شول، له نهو نورو سره ناسم چلند شوی او اووه یې ګواښل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG