د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او امریکا د افغانانو خپلمنځي مذاکرو پر ژر پیلېدو ټینګار وګړ


اوبراین: واشنګټن نه ‌غواړي افغانستان یو وار بیا د ترهګریو په پناهځای بدل شي. (ارشیف)
اوبراین: واشنګټن نه ‌غواړي افغانستان یو وار بیا د ترهګریو په پناهځای بدل شي. (ارشیف)

پراګ - د افغانستان او امریکا مشرانو د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ، هغه مذاکرې چې د ځنډ زیاتېدو یې د پخلاینې یقیني کېدو ته غوړېدلې هیلې مړاوې کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای پر ۱۷مه ماښام د امریکا ملي امنیت له سلاکار رابرت اوبراین سره ټېلېفوني خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې مکالمه کې چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم حاضر و، اوبراین وویل، واشنګټن نه ‌غواړي چې افغانستان یو وار بیا د ترهګریو په پناهځای بدل شي.

واشنګټن نه ‌غواړي چې افغانستان یو وار بیا د ترهګریو په پناهځای بدل شي.
اوبراین

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه ‌پال د جولای پر ۱۷مه ماښام مشال راډیو ته وویل، دواړو لورو د طالبانو تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مسئله انتقاد وکړ.

مینه ‌پال وايي: "دوی د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ پر مستقیمو مذاکرو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرې باید ډېر ژر پیل شي. په همدې ترتیب دواړو لورو په دغه ټېلېفوني تماس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده‌ یې کړه چې دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر کم شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې موافقې له مخې چې په قطر کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک شوه، طالبانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو یا اورکم ژمنه هم کړې وه، خو حکومت په وار وار ویلي چې طالبانو نه ‌یوازې اورکم رعایت کړی نه ‌دی، بلکې خپل بریدونه‌ یې لا زیات کړي دي.

ځینو شنونکو داسې اندېښنې ښوولې وې چې دا مسله ښايي د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر پیل سیوری واچوي.

دغه مذاکرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د اختلافاتو له کبله لا پیل شوي نه‌ دي.

د بندیانو تبادلې بهیر وروسته له هغې نور هم لانجمن شو چې افغان حکومت وویل، هغه نېږدې ۶۰۰ طالب بندیان چې په جرمونو تورن دي، نه ‌خوشې کوي.

د افغان حکومت له خوا خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له خوا خوشې شوي طالب بندیان

اوس راپورونه خپاره شوي چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو په درشل کې د طالبانو په مشرتابه کې ځیني بدلونونه راغلي دي.

په راپورونو کې د طالبانو د ځینو چارواکو په حواله ویل شوي چې د ملا محمد عمر ۳۰ کلن زوی ملا یعقوب چې د طالبانو پوځي څانګې مشري کوي له ځینو نورو مهمو کسانو سره یو ځای د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل کړای شوی دی.

طالبانو ځینو سرچینو اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته د خپل هویت پټ پاتې کېدو په شرط ویلي د طالبانو په ۲۰ کسیز مرکچي پلاوي کې د دوی رهبرۍ څلور غړي شامل کړای شوي دي.

دا بدلون څه معنی لري؟

په واشنګټن کې «د نړۍ معاصرو چارو د انسټټیوت» مشر هاشم وحدتیار مشال راډیو ته وویل: "دوه معنی لري، یو دا چې د کوټې شورا غواړي پر نظامي او سیاسي کمېسیونونو باندې کنټرول ولري. بله دا چې د طالبانو پرېکړه ټولو قوماندانانو او مشرانو ته د منلو وړ وي چې ډلې ټپلې له طالبانو بېلې نه ‌کړي، لکه صدر ابراهیم چې د طالبانو په دفاع وزیر مشهور و چې اوس له طالبانو جلا ډله ‌یې جوړه کړې ده. دا دا معنی هم لري چې د سولې خبرې مهم پړاو ته نېږدې شوې دي. افغان حکومت او طالبان به ډېر ژر مخامخ مذاکرې پیل کړي."

ځینو تحلیلوونکو د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د مشرتابه شورا غړو ورزیاتېدل د سولې د راروانو بین ‌الافغاني مذاکرو د بریا لپاره ګټور اقدام بللی دی.

د دوی په باور دا اقدام څرګندوي چې طالبان هڅه کوي د سولې مذاکرو ته له ځانه جدیت وښيي.

رپورټ: صالح محمد صالح

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG