د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: د سمنګان په شان بريدونه د منلو نه دي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانود بريد د غندنې په ترڅ کې ويلي چې داسې حملې د منلو نه دي.

خلیلزاد د جولای په ۱۴مه پر خپله ټويټر پاڼه یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. هغه وويل چې ټولې خواوې بايد تشدد کم کړي.‌ نوموړې زیات کړه چې د يو ولايت په مرکز کې په چاوديدونکو موادو بار موټر چوول د منلو وړ نه دي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې خپل اقدامات په مشروط ډول ترسره کړي او د بندیانو د تبادلې د بهیر د بشپړولو، د تشدد د کمولو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

افغان چارواکي وايي چې په سمنګان کې د ملي امنیت پر دفتر د پروني برید کې د وژل شوو شمېر اوس لس ته رسېدلی دی. دوي وايي چې په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۳ تنه عام وګړي ټپي شوي هم دي.

د وسله‌ والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پېغام کې د پروني برید ذمه واري منلې ده.

بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا ويلي‌چې روانې بدامنۍ د سولې بهیر په ګټه نه دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته هیلې پیدا شوي، خو په سمنګان ولایت کې پروني برید یو ځل بیا د دې خبرو د خنډ او زیانمنېدو اندېښنې راوپارولې.

د افغانستان د ملي روغې جوړ د شورا ویاند فریدون خوځون د جولای په ۲۳مه د مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ((د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده چې جګړې کمولی شي.))

XS
SM
MD
LG