د افغانستان حکومت وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنوي.
ارګ وايي، وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په حقیقي ډول سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د جولای پر ۱۲مه، پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل، په ښارونو او امنیتي ځواکونو د دې ډلې بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې چې قربانیانیې ملکیان دي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول، په هېواد کې تل پاتې سولې ته د رسېدو او د بین الا فغاني خبرو د پیل لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنوي."
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل: "هغه وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په حقیقي ډول سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي."
د ارګ ویندویان داسې مهال د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې د طالبانو له خوا د جګړې دوام به، د سولې پر پروسې ناوړه اغېز وکړي.
خو بل لوري ته طالبان بیا وايي، په لویو ښارونو او نظامي مرکزونو د دوی بریدونه د تېر پرتله ډېر کم شوي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، له دې کاره د دوی موخه د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې پر حل ټینګار دی.
هغه زیاته کړه: "هدف دا دی چې د افغانستان مسله د بین الا فغاني خبرو له لارې حل شي، خو سره له دې د کابل اداره کله په یوه نوم او کله په بل نوم بهانې جوړوي او خبرې یې ځنډولې دي. په داسې حال کې چې د افغانستان د مسلې لومړی حل دا دی چې بینالافغاني خبرې پیل شي."
بلخوا یو شمېر شنونکي چې د سولې پروسه له نږدې څاري، د دواړو لورو ترمنځ د باور پر جوړېدو ټینګار کوي.
د قاصد د ستراتېژیکو اړیکو مرکز مشر عبدالباقي امین مشال راډیو ته وویل، د اړیکو د ښه والي او ترځنګ یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل وړاندې باید د تماس یو ګروپ جوړ شي، څو اوسنی بېباوره حالت ختم شي.
هغه زیاته کړه: "په کار خو دا ده چې بین الا فغاني مذاکرات ډېر ژر پیل شي، څو د افغانانو ترمنځ مشکلات د خبرو له لارې حل شي، خو د دې کار لپاره او د متخاصمو ډلو ترمنځ د تفاهم د ښه کولو لپاره، زما له انده د تفاهم یو ګروپ ته اړتیا لیدل کېږي."
د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر شوي تړون وروسته هیله درلوده چې د جګړې شدت به راکم شي، خو په اختر کې له درې ورځني اوربند وروسته چې سولې ته د رسېدو لپارهیې په عام ولس کې هم هیلې راژوندۍ کړي، د دواړو لورو ترمنځ جګړې زور موندلی.
نږدې هره ورځ د افغانستان حکومت په خپلو خبرپاڼو کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، طالبان هم د یو شمېر بریدونو مسؤلیت مني، خو تر ډېره په کابل ښار کې د وروستیو هدفي وژنو او بمي چاودنو مسؤلیت څوک پر غاړه نه اخلي.
د فېسبوک تبصرې