د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې "رسنۍ او د سولې راپور ورکول" په نامه روزنیزه غونډه


په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.
په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.

خوست - د افغانستان په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي، په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.

دوی وايي، رسنۍ او خبریالان د دې ټولنې برخه دي او د نورو په شان سوله او جګړه د دوی پر ژوند هم پوره اغېز لري.

د رسنیو مسوولینو او خبریالانو یادې څرګندونې د جولای پر ۱۱مه هغه یو ورځني ورکشاپ کې وکړې چې (رسنۍ او د سولې راپور ورکول) تر سرلیک لاندې په دې ولایت کې جوړ شوی وو.

بلخوا د خوست چارواکو له رسنیو وغوښتل چې د خپلو خپرونو او رپوټونو له لارې خلکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې ټولنه سولې ته ورسوي.

په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي چې سوله د رسنیو او خبریالانو په ګډون د هر چا اړتیا ده او دا برخه د ژورنالیزم بحث یوه مهمه برخه جوړوي چې پوره پاملرنه ورته نه ده شوې.

دوی چې د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې لخوا د دې ولایت سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو د استازو او خبریالانو په یو ورځني ورکشاپ کې ګډون کړی وو، وویل، په دې پروګرام کې په دې بحث کېږی، څنګه رسنۍ او خبریالان د سولې ژورنالیزم لپاره کار کولای شي.

د یاد ورکشاپ یو تن روزونکي شیرشاه همدرد مشال راډیو ته د دې برنامې په باب وویل: "د افغانستان ژورنالیستانو ملي اتحادیه دا ځل وپتیله چې حالاتو ته په کتو د خوست له خبریالانو سره هغه مسایل شریک کړي چې څنګه په ګډه سره د سولې ژورنالیزم لپاره کار کولی شو، هغه مهارتونه څه دي، په دې لاره کې ننګونې څه دي، ځکه سوله د ژوند ضرورت او د هر چا اړتیا ده، بلکې د ژورنالیزم یوه لویه برخه تشکیلوي، چې متاسفانه موږه په تېرو شلو کلونو کې دې ته توجه نه وه شوې او اوس غواړو، چې توجه ورته وشي."

په خوست کې د غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل وايي، که چیرې خبریالان د ژورنالیزم برخې اخلاق، د رپوټونو په برابرولو کې ناپیلتوب، انډول او شته ملي او نړیوال قوانین پر ځان عملي کړي، دا په خپله سولې سره تر ډېره مرسته کولای شي.

په سویل ختیځ زون کې د خبریالانو دخوندیتوب کمیټې مشر سیف الله حیات بیا په خپلو خبرو کې په اوسني وخت کې د سولې ژورنالیزم یوه مهمه اړتیا وبلله او ويې ویل،په دې سره سولې ته د خلکو ذهنونه او فکرونه تیاریږي.

د دې په خوا کې د ورکشاپ ګډونوالو خبریالانو او د رسنیو استازو هم دا پروګرام ګټور وباله او ويې ویل، دوی په دې پوۍ شول، چې څنګه د ځینو مشخصو مسایلو په رپوټ کولو کې مسلکي او تخصصي میتودونه وکاروي.

د تړون اونیزې مسوول مدیر اسدالله نورزي وویل، دا ورکشاپونه د دوی ملګرو ته ور زده کوي، چې د مهمو ټولنیزو مسایلو سره مسوولانه چلند وکړي، چې بیا دا کار سولې ته زمینه جوړونه کولی شي.

د خوست پخوانی او د پکتیا اوسنی والي محمدحلیم فدايي، چې تر اوسه پدې ولایت کې دی، د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، د دې ورکشاپ موخه باید دا نه وي، چې یوازې د سولې روانو سیاسي هڅو په اړه خبریالان رپوټونه جوړ کړي، بلکې موخه داده چې په ټولو برخو کې رسنۍ هغه رول ترسره کړي، چې ټولنه سولې ته ورسوي.

محمد حلیم فدايي وویل، رسنۍ باید خپل ولس ته د سولې هیله ورکړي او د خلکو ذهنیتونه مثبت لوري ته بوځي.

په خوست کې (رسنۍ او د سولې راپور ورکول) تر سرلیک لاندې د ورکشاپ ګډونوالو د ژورنالیستانو د ملي بنسټونو او د رسنیو له همکارو نړیوالو موسساتو وغوښتل، چې دوی لپاره د سولې په ګډون د اړتیا وړ نورو برخو کې هم ځانګړي روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه جوړ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG