د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند ولې په ۱۸م ترمیم کې د بدلون خبره کوي؟


د پاکستان حکومت وایي، باید په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه وکړل شي. (ارشیف)
د پاکستان حکومت وایي، باید په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه وکړل شي. (ارشیف)

پراګ - د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جولای پر پنځمه نېټه په خپله یوه ټیلیوېژني مرکه کې وویل چې باید په ۱۸ م اییني ترمیم کې بدلون وکړل شي.له دې وړاندې وزیراعظم عمران خان کراچۍ ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې ۱۸ ترمیم کې ځینې خبرې داسې دي چې باید اصلاح یې وشي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي باید په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه وکړل شي، ځکه چې د دوی په خبره له دې سره وفاق کمزوری شوی او د صوبو او د وفاق ترمنځ په رابطو کې مشکلات راغلي.

دوی غواړي چې موږ په اېن اېف سي اېوارډ او پر ۱۸م ترمیم جوړ جاړی وکړو خو موږ دې ته په یو صورت کې هم تیار نه یو
فراز ډېرو

دا چې د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند مشران ولې وخت په وخت په ۱۸م اییني ترمیم کې د بدلون خبره کوي، په اړه یې د سېند صوبې د بیا رغونې د چارو وزیر فراز ډېرو د جولای پر ۱۰ مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې مسله کې تر ټولو زیات فشار په سېند صوبه اچوي خو دوی پر ۱۸م ترمیم کلک ولاړ دي.

ده وویل ، "نن سبا چې څنګه حالات دي او د سیند پر حکومت په څه نه څه طریقه دا فشار اچول کیږي چې موږ پر ۱۸ اییني ترمیم کې بدلون ته راضي شو، نو داسې به کله هم ونه شي."

ده زیاته کړه چې "موږ د ۱۸ ترمیم مرسته کوو، دا د صوبو لپاره ډېر ضروري دی،صحت او تعلیم باید د صوبو ذمه واري وي، وفاقي حکومت موږ ته په دې کې مشکلات جوړوي، دوی غواړي چې په اېن اېف سي اېوارډ کې د صوبو برخه راکمه کړي، اصلي خبره هم دغه ده."

نوموړي وویل چې پخوا به له ولسمشر سره ډېر واک وو، لکه پروېز مشرف. دوی به قامي اسمبلۍ هم ماتولې او مارشل لا به راتله، خو پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري چې کله راغی،نو دې کې یې بدلون وکړ،نن که وزیراعظم عمران خان مضبوط دی نو د ۱۸م ترمیم له وجې دی.

د فراز ډېرو په وینا ، دوی غواړي چې موږ په اېن اېف سي اېوارډ او پر ۱۸م ترمیم جوړ جاړی وکړو خو موږ دې ته په یو صورت کې هم تیار نه یو.

۱۸ ترمیم یو وزیر اعله ته د پوځي امر غوندې اختیارات ورکړي دي
عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جون پر ۱۷مه کراچۍ کې د خپلې یوې دورې پر وخت خبریالانو سره د خبرو پر وخت وویل چې په ۱۸م ترمیم کې دوی ځینې شیان داسې اچولي دي چې باید بیا کتنه ورته وشي لکه تعلیم او صحت شعبه شوه.

عمران خان دا هم وویل چې ۱۸ ترمیم یو وزیر اعلا ته د پوځي امر غوندې اختیارات ورکړي دي .

له کله نه چې عمران خان په اقتدار کې راغلی دې، نو دې په ۱۸ ترمیم کې د بدلون خبره کوي
سردار حسېن بابک

بلخوا د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسېن بابک د جولای پر ۱۰ مشال راډیو ته وویل چې ګوند یې ۱۸ ترمیم کې د هر قسم بدلون سخت مخالفت کوي.

ده وویل ، "له کله نه چې عمران خان په اقتدار کې راغلی دی، نو دی په ۱۸ ترمیم کې د بدلون خبره کوي، کله په خپلو پروګرامونو او کله د خپلو وزیرانو لخوا په دې کې د بدلون خبره کوي."

سردار حسېن بابک زیاته کړه چې تحریک انصاف ګوند وایي له مرکز سره پېسې نشته او صوبې درغلۍ کوي نو ځکه باید دې ترمیم ته بیا وکتل شي.

خو د ده په وینا ، دا ډېره عجیبه خبره ده، تر اوسه د اېن اېف سي اېوارډ هم دوي نه جاري کوي، که په دې ترمیم کې بدلون وشو نو ټول ولس به یې مخالفت کوي ځکه چې ولس په دې خبره پوهه دی چې دا ترمیم د پاکستان د سلامتیا ضامن دی.

تر دې مخکې د تحريک انصاف ګوند يو مشر غړي او د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ويلي وو چې له کورونا وایرس سره په مبارزه کې ۱۸م ترميم د وفاقي حکومت واک اختیار محدود کړی دی نو ځکه بايد ورته بيا کتنه وشي.

که بدلون پکې وشي نو دا به هغو ټولو پوځي امرانو غوندې واک اختیار بېرته بحال کړي.
عبدالشکور

بلخوا د جمیعت علما اسلام ف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالشکور د جولای پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی ګوند د ۱۸م ترمیم مرسته کوي او پکې د بدلون د خبرو سخت مخالفت کوي.

ده وویل ، " موږ ۱۸م ترمیم د ایین روح ګڼو ، دا د لومړۍ ورځې نه زموږ د ګوند نظر دی، موږ به په دې کې د څه قسم بدلون کولو مقابله کوو، دا خو د جمهوریت د ودې لپاره یو ضروري ګام دی، او که بدلون پکې وشي نو دا به هغو ټولو پوځي امرانو غوندې واک اختیار بېرته بحال کړي."

نوموړي وویل چې دا د صوبو د خودمختیارۍ خبره ده، او که څه بدلون پکې وشو نو دا به له صوبو سره ډېر ظلم وي.

په ۱۸ ترمیم کې د ځینو خبرو اصلاح ضروري ده
فدا محمد

خو د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند سېنټېر فدا محمد د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ځینو مسلو کې د وفاق او صوبو ترمنځ د سمو رابطو نه کېدو له وجې په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه ضروري دي.

ده زیاته کړه چې د صوبو په حواله په دې ترمیم کې لږ ډېر کمی شته،او باید اصلاح یې وشي، باقي د صوبو حقوق بحال ساتل پکار دي.

ده وویل ، "موږ د دې په مکمله توګه د ختمېدو خلاف یو ځکه له دې سره به د صوبو محرومیانې زیاتې شي،خو په دې کې ځینې بدلونونه پکار دي چې باید وشي، او د مرکز او صوبو په کچه چې کومې مسلې دي باید هغه ترې لرې کړل شي."

موجوده حکومت پوځ راوستی هم د دې لپاره دې چې ۱۸ ترمیم لرې کړي او جمهوریت پشا وتمبوي
افراسیاب خټک

د سیاسي چارو کارپوه او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک د جولای پر ۱۰ مشال راډیو ته وویل چې موجوده وفاقي حکومت په ۱۸ ترمیم کې بدلون په اییني طریقه نه شي کولای.

د ده په وینا دا ځکه چې له دوی سره په پارلمان کې دومره اکثریت نشته، چې په دغه ترمیم کې بدلون وکړي.

ده وویل ، "هغه خلک چې د جمهوریت پر ضد دي هغوي د دې ترمیم هم مخالفت کوي، او دا موجوده حکومت پوځ راوستی هم د دې لپاره دې چې ۱۸ ترمیم لرې کړي او جمهوریت پشا وتمبوي،موجوده حکومت له راتګ سره په دې ترمیم کې د بدلون خبره کړې ده، او داسې ښکاري چې دوی سازشونه هم کوي ، لکه اوس چې ولسمشر علوي د اېن اېف سي اېوارډ لپاره کوم کمېشن جوړ کړ، هغه غېر اییني دی."

۱۸ ترمیم په ۲۰۱۰م کال کې د هغه وخت د پاکستان پیلز ګوند په دور کې د ایین برخه جوړه شوې وه چې ترمخه یې له وفاقه ډېر اختیارات صوبو ته منتقل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG