د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګر د جوړېدو چارې پیل شوې


د ننګرهار والي میاخېل او یو شمیر چارواکي د هوايي ډګر چارو پرانیستو پر مهال.

جلال اباد - د جولای پر ۱۰مه، په ننګرهار کې د کوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري ډاګ پر شاوخوا ۳،۵۰۰ جریبه ځمکه د ملکي هوایي ډګر د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه پروژه چې د جوړېدو چارې یې ناحکومتي ګلوبل اپرېشن شرکت پرمخ وړي، شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي چې د حکومت له بودیجې ورکول کېږي.

د افغانستان هوایي چلند ادارې د چارواکو په خبره، د ننګرهار هوایي ډګر د دوو کالو په موده کې په درې پړاوونو کې جوړېږي چې لومړی یې احاطه او امنیتي تاسیسات جوړېږي، په دویم پړاو کې یې اساسي برخې لکه د پرواز او د الوتکو تګ راتګ لپاره سړکونه او په درېیم پړاو کې به یې یو "عصري او مجهز" ټرمینل جوړ شي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې عمومي مشر قاسم وافي زاده د جولای پر ۱۰مه په دې اړه په مراسمو کې وویل چې د افغان ولسمشر له ژمنې سره سم د ننګرهار د هوایي ډګر د جوړېدو کارونه پیلوي او دغه ډګر به د کابل هوایي ډګر په سېسم جوړ شي.

نوموړی وايي، دا یې لومړی پړاو دی چې یوازې پکې احاطه یا کټاره او امنیتي برجونه جوړېږي.

په دې مراسمو کې د ولسمشر د دفتر د چارو لوی رییس فضل محمود فضلي له ننګرهاریانو سره د افغان ولسمشر د کړو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړ او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې د هوایي ډګر له چارو څارنه او ساتنه وکړي څو یې کارونه یې له ځنډ او خنډ پرته ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له کلونو کلونو راهیسې د ننګرهار ولسونه له مرکزي حکومته د یوه ملکي هوایي ډګر د جوړېدو غوښتنه کوله خو د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ تر دندې سمبالولو وروسته محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ځينو نورو پروژو ترڅنګ به دا ځل د ننګرهار هوایي ډګر جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

انځورونه، ویډیوګانې

د سولې څلورمه مشورتي لویه جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG