د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوال د نوي کابلبانک له خدمتونو شکایت کوي


پکتیکاوال وايي، د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولو. (ارشیف)
پکتیکاوال وايي، د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولو. (ارشیف)

د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي، چې له مشتریانو سره د یاد بانک د مسوولینو او کارکوونکو چلند هم سم نه دی.

دوی زیاتوي، له یوې خوا د معاشونو اخیستلو ته په ورځو-ورځو انتظار باسي او بل لوري ته د بانک د مسوولینو او کارکوونکو لخوا ورته بد رد ویل کیږي.

د پکتیکا ځایي چارواکي هم د خلکو شکایتونه پر ځای بولي او د یاد بانک د خدمتونو د ښه کولو او پراخولو غوښتنه کوي او زیاتوي که دا کار ممکن نه وي، نو د خلکو د ستونزو د هواري لپاره دې په بل مناسب بدیل فکر وشي.

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي او فعالان پدې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او وايي، چې مشتریانو سره د دې بانک د کارکوونکو او مسوولینو چلند او سلوک هم سم نه دی.

مدني فعالانو عبدالروف ذهین او مبارک شاه مشال رایډو ته وویل، له یوې خوا ددې ولایت د لیرې پرتو ولسوالیو خلک د خپلې معاشونو لپاره په مرکز ښرنه کې په ورځو-ورځو انتظار کوي او لګښتونه يې کیږي او بل لوري ته د نوي کابلبانک مسوول او کارکوونکي ورسره د بد رد تر ویلوناسم چلند کوي.

دوی له مسوولینو غواړي، چې د نوي کابلبانک د خدمتونو ظرفیت دې لوړ او په هغه کې دې داسې کسان وګمارل شي، چې د کار وړتیا او د خلکو ګڼه ګوڼې ته په کتو هغوی سره د ښه چلند حوصله ولري.

د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی سید محمد چې دغه بانک ته د پیسو اخېستلو لپاره ورغلی وو وویل، ساعتونه-ساعتونه سره لمر ته دباندې په قطار کې ولاړ وو، خو بیا هم ونه توانېده، چې خپلې پیسې تر لاسه کړي.

نوموړي تور پورې کړ، چې د دغه بانک کارکوونکو بیا د بډو په بدل کې د خلکو پیسې اجراء کولې.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي هم وايي، له خلکو ورسره په نوی کابلبانک کې یادې ستونزې شريکې کړې دي، خو د دې بانک د تشکيل کمښت او د مراجعینو ګڼه ګوڼې دا مشکل منځته راوړي دي.

بل لوري ته د پکتیکا ځايي چارواکي هم مني، چې په مرکز ښرنه کې د نوي کابلبانک د کارکوونکو تشکیل لږ او د مشتریانو شمیر يې ډېر دی.

د پکتیکا مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، د خلکو غوښتنې پر ځای دي او دوی هم ورڅخه همدا شکایت لري.

ده د نوي کابلبانک له مسوولینو وغوښتل، چې په اول ګام کې دې، د نوي کابلبان د خدمتونو ظرفیت لوړ کړي او که دا ممکنه نه وي، نو اړوندې ادارې دې د ستونزو د هواري لپاره په بل مناسب بدیل فکر وکړي.

پکتیکا چې له لیرې پرتو ولایتونو دی او یاد ولایت ته ورغلې لويې لارې هم امن نه دي، د نسبتاً نورو امن لرونکو ولایتونو په شان په کې ځینې خصوصي بانکونه څانګې نه لري.

د پکتیکا حکومتي ادارې، موسسات او خصوصي شرکتونه اړ دي، چې د پیسو د لیږد رالیږد او پولي معاملو لپاره له همدې لږو بانکو کار واخلي.

خو د کابلبانک چارواکو د ولسي شکایتونو په غبرګون کې له څه ویلو ډډه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG