د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل نن د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی


ولسمشرۍ ماڼۍ

کابل کې نن د افغان سولې لپاره یوه نړیواله غونډې کېږي چې پکې تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

تمه ده چې د کابل په دغه انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.

د افغانستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د دې غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي او پکې به د اورکم، د بندیانو تبادلې، د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو باندې بحث وشي.

د سېشنبې او دوشنبې په ورځو هم کابل د غونډو کوربه و چې په‌کې د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول.

بل لور ته د سولې ولسي حرکت د جولای پر اتمه په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې لوري د لاریونونو له لارې تر فشار لاندې راوستل.

دا اعتراضونه له نیمروزه نیولې تر ننګرهار او بدخشانه او په څو نورو ولایتونو کې وشول.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل، د سولې ولسي حرکت یې په ۲۰ ولایتونو کې تر دې عنوان لاندې ''جنګ د څه لپاره؟'' لاریونونه، اعتراضیه غونډې او کنفرانسونه وکړل.

لاریونوالو د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې نوره جګړه د څه لپاره؟ نور باید افغانان په دې جګړه کې ونه‌وژل شو. دایمي اوربند باید اعلان شي او بین‌الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

وطندوست زیاته کړه چې د "چارشنبې د ورځې د لاریونونو پر مهال د روغتیا وزارت لارښوونې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر په پام کې نیول شوې وې، خلکو ماسک درلود او له یوه بله‌ یې واټن ته پام وو. وطندوست بیا وویل چې د جګړې پر ضد به د سولې ولسي حرکت اعتراضي غونډو ته ادامه ورکړي."

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې د دې لاریون یوه برخه‌وال ظهورالله شریفي ازادي راډيو ته وویل:

"په دې نوم موږ نن واټونو ته مخه کړه چې زموږ هیله د بدخشان له خلکو دا ده چې غلي مه‌کېنئ، له موږ سره همغږه شئ چې موږ نه په یمګان کې، نه په هلمند او ننګرهار کې د جګړې توان لرو، همداراز په لیرې پرتو سیمو کې جرم کې او خوستک کې هم دا توان نه‌لرو. هم د خوستک استوګن ستړي شوي او هم د وردوج وال، دغه د ښار وال هم ستړي شوي، تر کله به موږ په خپل وطن کې د پردیو د هدفونو لپاره وژل کېږو، ټپیان کېږو او معیوب کېږو."

اوربند د افغانستان د سولې د روانو هڅو یوه پېچلې مسئله ده. حکومت څو ځله د بېلابېلو مناسبتونو پر مهال د اوربند غوښتنه کړې ده، طالبان وایي چې اوربند د بین‌الافغاني خبرو د بحث مسئله ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سولې د ولسي حرکت د پرونیو اعتراضونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لوی اکثریت سوله غواړي، خو کله د زندانیانو د خوشې کېدو د مخنيوي له لارې او کله په بله پلمه د سولې د خبرو د پيلېدو مخه نیول کېږي.

شاهین زیاته کړه، د سولې ولسي حرکت که چېرته خپله بې‌طرفي ثابتوي، نو پر هغو عناصرو دې فشار راولي چې د سولې ضد دي او باید د نورو په زړه برابر شعارونه تکرار نه‌کړي.

بین‌الافغاني خبرې د زندانیانو د تبادلې پر سر جنجالونو ځنډولې دي، تمه وه چې دا خبرې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې تر موافقې وروسته او د پنځه زره طالبانو او نږدې زر حکومتي بندیانو په تبادلې پسې د مارچ په ۱۰مه پیل شوې وی.

د حکومت له‎خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‎خوا ازاد شوي طالب بندیان

حکومت تر اوسه تر څلور زره ډېر طالبان خوشې کړي او طالبانو ۴۷۰ حکومتي بندیان ازاد کړي دي.

طالبانو ویلي دي کله چې د دوی ټول بندیان خوشې شي د یوې اوونۍ په ترڅ کې به بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG