د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کویډ-۱۹ جهاني ویا ۲۵٪ ناروغان په امریکا کې دي


په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر له یو کروړ او شلو لکو واوښت
په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر له یو کروړ او شلو لکو واوښت

په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر له یو کروړ او شلو لکو واوښت چې پکې څلورمه برخه ناروغان یې په امریکا کې دي.

د دغه هېواد په جنوبي او غربي ریاستونو د کورونا ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی.

د کورونا وایرس چې د تېر کال ډېسېمبر کې له چین راخور شو د اوسه پورې یې تر ټولو هېوادونو زیاته امریکا ځپلې ده.

په دغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۳۰ لکو اوښتی او تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۳۲،۲۵۶ کسان مړه کړي دي.

د کورونا وایرس په اړه معلومات راټولوونکي امریکا جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو ترمخه دې وبا تر د جولای پر اتمه ورځې پورې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۴۸۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

د طب ماهرین وايي، په ځینو هېوادونو کې د کورونا وایرس متاثرینو په اړه معلومات نه په ډاګه کېږي او ځینې یې بیا د دې وایرس د ټیسټونو پوره وسایل نه لري چې له کبله یې په دغه ډول هېوادونو کې د دې ناروغۍ په اړه کره شمېرې مخې ته نه راځي.

په پاکستان کې په تېر یو شواروز کې نور ۳۳۵۹ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د یاد وایرس په اړه د حکومتي ویبپاڼې د شمېرو ترمخه په دې هېواد کې تر نن[د جولای پر نهمه] سهار پورې د کورونا ناروغانو ټول شمېر ۲۴۰،۸۴۸ ته رسېدلی چې ۴۹۸۳ یې مړه کړي او ۱۴۵،۳۱۱ کسان ترې بیرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG