د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوی اختر کې د کورونا وایرس پېښې زیاتېدای شي


پېښور کې د قربانۍ غویی. ۲۰۱۸ کال
پېښور کې د قربانۍ غویی. ۲۰۱۸ کال

ډاکټران وايي، په لوی اختر کې که خلکو په احتياطي تدابيرو عمل ونکړ نو له اګست مياشتې يو وار بيا کېسونه زياتېدای شي.

نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر لخوا د جولای پر ۸مه جاري کړل شوو شميرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نږدې درې زره کسان کورونا وايرس وهلي او ۸۳ یې مړه کړي.

د سينټر په وينا د جولای تر ۸ مې په پاکستان کې له کورونا وايرسه د اغېزمنو کسانو شمېره دوه لکه اووه دېرش زره او پینځه سوو ته رسېدلي ده او څه کم پینځه زره کسان یې مړه کړي او يو لاک ۴۱ زره پورې کسان ترې پاخه شوي دي.

که څه هم ورځ تر بلې په پاکستان کې د کورونا وايرس په مثبتو کېسونو کې کموالی راروان دي خو ډاکټرانو ويره څرګنده کړې چې د ورکوټي اختر پشان که خلکو د لوی اختر په موقعه هم په احتياطي تدابيرو عمل ونکړو نو له اګست مياشتې نه په ملک کې يو وارې بيا د کورونا کېسونو په شمېر کې زياتوالی راتللی شي.

په فېبرورۍ کې په پاکستان کې د کورونا وايرس ړومبې کېس مخې ته له راتللو وروسته حکومت د مارچ مياشتې له نيمايي په ملک کې لاکډاون ولګولو خو د مې مياشتې له ۹مې نېټې نه وزيراعظم عمران خان له صوبو سره سلا مشورې وروسته پکې نرمي اعلان کړه.

د ډ‌اکټرانو په وينا حکومت لخوا بې وخته په لاکډاون کې د نرمي اعلانولو لوجې نه صرف د روژې په اخري ورځو کې په ګڼ شمېر کې خلکو بازارونو ته مخه وکړه بلکې ورکوټي اختر په موقعه يې په احتياطي تدابيرو هم عمل ونکړو چې لوجې په جون مياشت کې د کورونا وايرس ډېر زيات کېسونه مخې ته راغلل.

د اسلام اباد پیمز هسپتال وياند ډاکټر وسيم خواجه مشال راډيو ته وويل په ملک کې په کېسونو کې کموالی راروان دی او که خلکو په احتياطي تدابيرو عمل کولو نو دا کېسونه نور هم راکمېدلی شي خو که د ورکوټي اختر پشان د لویاختر په موقعه هم خلک يوځای ته راټولېدل شورو شول، د صفايۍ خيال يې ونه ساتو او له يوه بل سره ملاوېدل نو هغه کسان چې د کورونا علامات پکې نه وي خو بيمار وي نو هغوی نورو ته دا وايرس لېږدولی شي نوځکه موږ وايي چې اختر په موقعه په خاصه توګه په احتياطي تدابيرو عمل کوي بله دا چې څاروې اخيستو لپاره يو تن له منډۍ ته تلل پکار دي که په احتياطي تدابيرو عمل وکړې شو نو کېسونه به نور هم راکم شي او که خلکو لکه د تير اختر بيا د بې احتياطۍ نه کار واخيستو نو کېسونو شمير کې به اضافه کيږي.

د فېبرورۍ پر۲۶مه په پاکستان کې د کورونا وايرس ړومبې کېس مخې ته راغلې او مې مياشتې تر اخره په ملک کې د متاثره کسانو تعداد شاو خوا ۷۲ زره ۵۰۰ وو او د مړو شميره ۱۵۴۳ وه. خوصرف په جون مياشت کې په پاکستان کې يولاکه ۴۱ زره نه زيات کسان د کورونا وايرس نه متاثره شول او ۲ زره اته سوه ۵۰ نه زیات کسان ترې مړه شول.

د ډاکټرانو دې خدشاتو په هکله د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د جولای په ۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل د لوي اختر لپاره قواعد اوضوابط په جاري کولو سره د هرې ضلعې انتظاميې ته ويلي دي چې په سختۍ سره دې یې پلي کړي.

د نوموړي وينا وه د راتلونکې لویاختر پر مهال ویره ده چې د خلکو ګڼه ګوڼه په هېواد کې د کوروناوایرس مثبتې پېښې بیا زیاتې کړي. دی وايي: (دا ځل حکومت له وړاندې ډېرې سخت لارښوونې ټاکلې او انتظاميې ته ويلې شوي دي چې په سختۍ سره دې یې عملي کړي ځکه چې موږ نه غواړو چې کومه کاميابي راته ترلاسه شوې چې هغه بې ځايه لاړه نشي.)

د نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سينټر د شميرو ترمخه چې د جون ۲۱ مې نيټې نه راهیسې په پاکستان کې د متاثره کسانو په تعداد کې کموالی راروان دی. تر يادې نيټې وړاندې هره ورځ به پنځه نه ۷ زره په مينځ کې نوي کېسونه مخې ته راتلل خو له تېرو څه باندې دوو اونيو راهيسې هره ورځ له دوه نيمو تر څلور نيم زرو پورې نوي کېسونه مخې ته راروان دي او حکومت په کېسونو کې د کموالي لویه وجه د نرم ټولبند (سمارټ لاکډاون) ښيي خو ډاکټران بيا وايي د کېسونو شمير راکميدو لویه وجه د نرم ټولبند (سمارټ لاکډاون) سرهسره د ټېسټونړ کمه شرح بولي.

حکومت د مې مياشتې اخرې نه په ملک کې د ټيسټونو شرح زياته کړه او جون ۲۱مې نيټې پورې هره ورځ به يې ۲۸ زره نه زيات ټېسټونه کول خو يادې نېټې نه راپديخوا حکومت هره ورځ ۲۰ نه ۲۳ زره په مينځ کې ټيسټونه کوي.

XS
SM
MD
LG