د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولس به افغان وژنه دروي: سولې ولسې حرکت


په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت مظاهره.
په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت مظاهره.

په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي د دې سرلیک لاندې چې "جنګ د څه لپاره " د ننګرهار ولایتي شورا مخته ورټول شوي ول او په افغان دولت او وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې نوره افغان وژنه بنده کړي او د سولې لپاره د مذاکراتو په ټغر سره راټول شي.

په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت ولایتي مسوول ملک فاروق ستانکزي رسنیو ته وویل، دوه دښمنان کله هم د درېمګړي پرته روغې ته نه کښېني او درېمګړی ولس دی او د ننني لاریون موخه یې هم دا ده چې دا درېیمګرتیا دې ولس ته ورکړي. ولس ته دې یوازې د جنازو حق نه ورکوي، د خبرو حق هم دې ورکړل شي.

د سولې ولسي حرکت یو بل غړي ناصرخان ناصر وویل، پروسږ کال ورته طالبانو ویلي ول چې افغانستان اشغال شوی، نو ځکه يې جنګ ته ملا تړلې ده. د ده په خبره اوس چې بهرني ځواکونه په وتو دي، په کار ده چې جنګ ودرول شي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي:

"موږ یو کال مخکې طالبانو ته هلمند، لشکرګاه، نوزاد او موسي کلا ته ورغلي وو. هغوی دا بهانه کوله چې دلته اشغال موجود دی. موږ دا پوښتنه کوو چې اشغال خو ختم شو. تاسو ورسره معاهده وکړه. اوربند مو ورسره وکړو. اوس نو دا افغانان ولې وژل کېږي. موږ د ارګ په چارواکو او طالبانو غږ کوو چې افغان وژنه بنده کړي او بین الافغاني مذاکرات دې شروع شي."

د سولې ولسي حرکت یو بل غړي ميروس مېلمه پال وویل، په افغانستان کې جنګ ځکه دوامداره شوو چې په جنګ کې د ښکېلو ډلو د لوړ پوړو چارواکو اولادونه په کې نه مري:

"بد بختانه په افغانستان کې جنګ په دې خاطر باندې اوږد شو چې د لوړ پوړو چارواکو، د وزیر، د ولسمشر او د طالب د امیر اولاد په کې نه وژل کېږي، ځکه له هغوی سره درد نشته. که وژل کېږي، زموږ د ولس غریب بچی په کې وژل کېږي. ځکه دې جنګ ادامه پیدا کړی ده. مقصد مو دا دی چې ولسه رابیدار شئ، د خپل حق، د خپلو وينو او روان وضعیت پوښتنه وکړئ چې ولي وژل کېږو؟"

د لاريون په پای کې يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په یوه ماده کې يې راغلي ول:
د سولې ولسي حرکت رهبري شورا په ولس غږ کوي چې موجوده حالت په هر ډول د زغملو وړ نه دی، په کار ده چې ولس راپورته شي او د خپلې خاورې او ملي ناموس په مېړانه دفاع وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG