د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او پاکستان په افغانستان کې اوربند غوښتی


د پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیران د وېډیو کنفرانس له لارې د درې اړخیزې غونډې پر مهال.

چین او پاکستان په افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د جولای پر اوومه د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.

دوی د ویډيو کنفرانس له لارې د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د خبرو په درېیم بحث کې ګډون وکړ.

د خبرو په درېيم پړاو کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د جولای پر اوومه ګډون کړی وو چې د اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد.

په دې اعلامیه کې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په سېشنبه خپره کړه، راغلي: "چین او پاکستان په افغانستان کې د بشر دوستۍ په خاطر د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه."د اعلاميې پر اساس، پاکستان او چین له افغان حکومت سره د خپلو همکاریو د پیاوړي ساتلو په برخه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر پر ملاتړ ټينګار وکړ.

طالب پلاوی
طالب پلاوی

افغانستان، پاکستان او چین د ګډې اعلامیې له مخې اسلام‌اباد او بیجنګ پر چټکو بین‌الافغاني خبرو او د ۱۹ کلونو پر مهال د لاسته راوړنو پر خوندي ساتلو ټينګار کړی دی.

انتخابات، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، د ښځو حقونه هغه لویې لاسته راوړنې یادېږي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالب رژیم له راپرزولو پس د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو په همکارۍ په افغانستان کې ترلاسه شوي.

د افغانستان، پاکستان او چین په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره درې واړو هېوادونو ټينګار وکړ چې نړیوال ځواکونه باید د شرایطو په نظر کې له نیولو سره په منظمه او مسولانه توګه له افغانستانه ووځي.

  • چین او پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟

دا هغه پوښتنه ده چې په امریکا کې مو د اتلانتیک شورا له همکار عمر صمد څخه وکړه.

هغه وویل: "فکر کوم چې چین او پاکستان دواړه په افغانستان کې د جګړې پای او په راتلونکي کې د دې هېواد په نوې اداره کې د طالبانو حضور غواړي او غواړي په افغانستان کې له خپلو ګټو سره سم په دې هېواد کې خپل پروګرامونه پر مخ یوسي. د چین ګټې تر ډېره اقتصادي او له ترورېزم سره تړاو لري. پاکستان له څو لسیزو راهیسي غواړي چې په افغانستان کې نفوذ ولري."

بل روجیو په واشنګټن ډي سي کې د ډیموکراسیو د دفاع بنسټ لوړپوړی څېړونکی دی.

هغه د جولای اوومې په ازادۍ راډیو ته وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته رښتونی نه‌ دی.

د ده په خبره: ''پاکستان په ځانګړې توګه تر ننه پورې د طالبانو ملاتړ کوي. او دا هېواد د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ملاتړ ځکه کوي چې دا موافقه د طالبانو په ګټه ده. طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه‌ حاضرېږي، او نه به د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي."

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په راپور کې چې په جون میاشت کې خپور شو، راغلي چې چین طالبان او افغان حکومت دواړه په هڅو کې شاملوي چې هدف‌ يې په سیمه کې ثبات رامنځته کول دی.

چین په افغانستان کې د څه په لټه دی؟

د پنټاګون د راپور له مخې د چین په دې اقدام سره له دې هېواده دباندې د چین پرسونل او پانګونه خونديکول او خپلې لوېديځې پولې له اویغور جنګیالیو په امانول غواړي.

پنټاګون ویلي، پاکستان په علني توګه په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ملاتړ کړی دی.

طالبانو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه له امریکا سره د هوکړهلیک تر لاسلیکولو وروسته پر امریکايي ځواکونو حملې ودرولې، خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته پر کمولو توافق کړی دی.

که د موافقې ټول اړخونه عملي شي، د ۲۰۲۱م کال تر نیمایي پورې به ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د طالبانو د پنځو زرو زندانیانو په بدل کې د افغان حکومت د زرو زندانیانو راخوشې کولو، د تاوتریخوالي کمولو او بین‌الافغاني خبرو پیل د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې نور هغه شرطونه دي چې تر اوسه په بشپړه توګه نه ‌دي عملي شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG