په پلازمېنه کابل کې نن د جولای پر اوومه نېټه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ستراتېژیک ډیالوګ په نوم غونډه کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي معینان ګډون کوي او په امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو به سره بحث وکړي.
افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې پرون د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس تر عنوان لاندې پای ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د ګاونډیو او سیمې ۱۷ هېوادونو او دوه سازمانونو ګډون کړی و.
د سرچینې له قوله، په دې کنفرانس کې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه په ټینګار ملاتړ وشو او تر خوا یې د سولې لپاره د یوې اجماع پر پیاوړتیا هم ګډون کوونکو خپل نظر وړاندې کړ.
ارګ هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر په پروني کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اجماع شته او د سیمهییزې قوي اجماع، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو به له افغانستان سره مرسته وکړي د سولې په اړه خپلو موخو ته ورسېږي.
ولسمشر زیاته کړې، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.
افغانستان به همدا ډول د پنجشنبې په ورځ د سولې په اړه د سیمهییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا تر نوم لاندې د یوه بل کنفرانس کوربه وي چې پهکې به د ناټو سازمان، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او امریکا هم ګډون وکړي.
د فېسبوک تبصرې