د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۴۸۳۹ ته رسېدلی


په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن د پوزې لتدبل اخلي.
په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن د پوزې لتدبل اخلي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ځانګړې سرکاري ویبپاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ۲۶۹۱ وهلي او ۷۷ یې وژلي دي.

د جولای تر اوومې په ټول ملک کې د کورونا وهلیو مجموعي شمېر دوه لکه ۳۴ زره ۵۰۹ ته پورته شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه له کورونا وایرسه نېږدې یو لک ۳۵ زره کسان جوړ شوي هم دي.

بلخوا په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر تر پنځه لکه ۳۷ زره اوښتی دی.

د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، کورونا وایرس د جولای تر اوومې په ټوله نړۍ کې څه کم ۱۱ میلیونه او ۶۰ لکه کسان وهلي دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، برازیل او هند ځپلي دي.

په نړۍ کې تراوسه نېږدې ۶۳ لکه کسان له کورونا وایرسه پاخه شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG