د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولایتونو کې مرستیال والیانو په توګه ښځې ګومارل کېږي


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د ښځو د حقونو فعالانو د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې له مخې د هر ولایت لپاره یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي.

د افغانستان حکومت وايي، د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز یې تائید کړی، چې له مخې یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه- یوه ښځه د والي د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي، په دې اړه د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د ښځو چارو وزارت له وړاندیز سره سم، حکومت پرېکړه وکړه چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د هر والي د مرستیالې په توګه یوه ښځه وګماري، په دې اړه کابینې د محلي ارګانونو ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو شویو بستونو د ایجاد لپاره اقدام وکړي."

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د حکومت دا تازه اقدام ستايي خو ټینګار کوي، چې پر دغو نویو بستونو د ګمارل کېدونکو مېرمنو بشپړ ملاتړ باید وشي.

اصیلا وردګ ازادۍ راډیو ته وویل: "په دغسې پوستونو کې د ښځو ګډون هم له ټولنیز او هم له سیاسي اړخه مهم دی، په ځانګړي ډول په ولایتونو کې چې ډېرې قضیې راځي، کله چې د تاوتریخوالي موضوع راځي او چې کله په ادارو کې ښځې نه وي، مشکله کېږي، په هر ولایت کې چې یوه مرستیاله وي، وړاندیز مې دا دی چې حکومت یې باید ملاتړ وکړي، داسې ونه شي چې یوه سمبولیکه بڼه ولري او حکومت یې هېڅ ډول ملاتړ ونه کړي."

د افغانستان حکومت وايي دا تازه اقدام یې په بېلابېلو اجرایوي او سیاسي څانګو کې د ښځو د فعالې ونډې او په مهمو پرېکړو کې د دوی د رول د پیاوړتیا په هدف کړی دی.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې کله- کله پر ځینو مهمو څوکیو د ښځینه وو ګمارل کېدل له عکس العملونو سره مخامخ کېږي.

ځلا ځاځۍ
ځلا ځاځۍ

تېره میلادي میاشت د خوست د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیریت په چوکاټ کې اداري امرې په توګه د ځلا ځاځۍ ګمارل کېدو هم په ټولنیزو شبکو کې بحثونه وپارول.

خو په خپله ځلا ځاځۍ ازادۍ راډیو ته ته ویلي چې پر دې څوکۍ د هغې ګمارنه په ځانګړې توګه له ښځو سره مرسته کوي، چې په بېلابېلو قضیو کې په اسانۍ مرسته ترلاسه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله اصیلا وردګ وايي، افغانستان اوس د شلو کلونو مخکې افغانستان نه دی، بلکې ذهنیتونه بدل شوي او اوس که د والي د مرستیالانې په توګه ښځې ګمارل کېږي، دا پرمختګ نورو ښځو ته هم جرئت ورکوي چې پر دولتي پوستونو کار ته زړه ښه کړي.

XS
SM
MD
LG