د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب په شېخوپوره کې د ټرېفیک پېښې ۲۰ سیکان وژلي‌


د پېښې یو عکس
د پېښې یو عکس

اسلام اباد - د پاکستان د پنجاب صوبې په شيخوپوره ضلع کې د کوسټر او ريل ګاډي د ټکر په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۰ سيکان وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي دي.

په وژل شوو کې زیاتره کسان د پېښور اوسېدونکي دي.

په شيخوپوره کې د پوليسو مشر غازي صلاح الدين د جولايي پر درېیمه رسنيو ته وويل چې دا پېښه د شېخوپورې پر فاروق اباد پاټک شوې ده.

ده ویلي ، “ کراچۍ نه لاهور ته روان شاه حسېن ايکسپريس چې د شېخوپوره فاروق اباد پاټک ته رسيدلی نو هغه وخت يو کوسټر پر پټلۍ تيرېدی او ټرېن ورسره ټکر شوی دی.”

غازي صلاح الدين پخلی کړی دی چې په دې پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي دي.

ده ویلي چې په دې پېښه کې وژل شوي‌ زیاتره هغه سيکان دي چې له پيښور ننکانه صاحب ته د تعزيت لپاره ورغلي وو او د جولايي پر درېیمه بیرته پېښور ته روان وو.

غازي صلاح الدين زیاته کړې چې دا کسان په درې کوسټرونو کې سپاره وو ، دوه تر پټلۍ اوښتي او درېیمه یې له ټرېن سره ټکر شوی دی.

د ده په وینا ، “ دريم کوسټر چې کله پاټک ته ورسيد نو پاټک بند و چې مطلب يې داشو چې ريل ګاډی راروان دی ، ډرايور له تندۍ کار اخيستی او د پاټک شاوخوا ۳۰ ګزه لاندې يوه بله کچه لاره چې پټلۍ ترې دومره اوچته نه وه په هغې د تللو هڅه کړې خو دومره وخت کې ريل ګاډې ورسيدلی او له کوسټر سره ټکر شوی دی.”

د شيخوپوره پوليسو مشر غازي صلاح الدين ویلي چې دا پېښه د کوسټر چلوونکي د تېروتنې له کبله شوې ده چې ماشومان او مېرمنې هم پکې وژل شوي دي.

د پيښور د جوګن اباد مالت اوسيدونکي ګورپال سينګ مشال راډيو ته وويل چې پيښه کې وژل شوي ټول کسان هم د دوي د مالت دي‌ او دوي ټول له یو بل سره رشتې لري.

د نوموړي په وينا څو ورځې وړاندې د دوي يو خپل په ننکانه صېب کې د کورونا له کبله مړ شوی وو نو دا ټول کسان د غمرازۍ لپاره ياد ښار ته تللي وو.

په پاکستان کې وخت نا وخت اورګاډي پر پاټکونو له نور ټرېفیک سره ټکر کېږي چې لویه وجه یې پر پاټکونو د دروازو او کارکوونکو نیشتوالی بلل کېږي.

د ۲۰۲۰م کال په فرورۍ مياشت کې د سيند په روهړي سيمه کې پاکستان ايکسپريس نومي اورګارډی پر پاټک د تيريدو پر وخت له یو بس سره ټکر شوی وو چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG