د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې په لاره کې له لوړو - ژورو نه ډارېږو: غني


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې بهیر ښايي خورا مشکل وي، خو په هېواد کې به د ارامۍ لامل کېږي.

نوموړی د جولای پر لومړۍ نېټه د امنیتي حالاتو ارزونې په موخه لوګر ته ورغلی وو او هلته یې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان دې پر دې پوه شي چې د تاوتریخوالي او جګړو له لارې په افغان حکومت خپلې غوښتنې نشي منلای.

ولسمشر غني وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، طالبان د دې هېواد یو واقیعت دی او انکار ترې نشي کیدلی.

ده وویل، سوله راتلونکې ده، د سولې لاره ډېرې لوړې-ژورې لري، خو افغان حکومت له دې لوړو-ژورو او پیچو د تیرېدو ویره نه لري.

ولسمشر غني دا هم وویل، ممکن ځینې پرېکړې چې د افغان حکومت مشرتابه به يې کوي، د هر چا خوښې نه شي، خو غواړي چې نور دا دوینې تله ختمه شي.

ده وویل، وسله وال مخالفین دې پیغور نه ورکوي، ځکه تر هغه چې په جنګ ټېنګار کاوه، حکومت يې د بندیانو خوشي کیدو ته حاضر نه شو او فشارونه يې هم ونه منل.

د ولسمشر غني په وینا، کله چې طالبان په کوچني اختر کې اوربند ته حاضر شول، نو نړۍ له دوی د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه، خو د افغان حکومت مشرتابه پرېکړه وکړه چې ۲۰۰۰ بندیان خوشي کوي.

ده وویل، که چیرې مخالفین سولې لوري ته ګام کېږدي، افغان حکومت به څو ګامه سولې ته ورمخې ته شي.

ولسمشر غني وویل، که چیرې مخالفین وژل کوي، تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، نو دې افغانانو هیله داسې سوله نه ده، بلکې غواړي چې ټول په نظم او عزت کوي او د نظام په چوکاټ کې وي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټېنګار وکړ، چې په افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې معامله نه کیږي.

ده وویل، که مخالفین غواړي چې افغانان يې ومني، باید د ټاکنو له لارې منډې ترړې وکړي.

طالبان وايي، د تاوتریخوالي کمولو پر موضوع په بین الافغاني خبرو کې غږېږي. ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې په لوګر کې امنیت خراب شوی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د وسله والو د فعالیتونو له وجې د پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني خلک د لوګر او کابل پر سړک سفر نشي کولای.

ولسمشر د لوګر چارواکو ته امر وکړ چې د ولایت امنیت لپاره دې موثره پلان جوړ او عملي کړي.

د ولسمشر سفر پر مهال هم پر ولایتي مرکز پل علم د راکټونو برید وشو چې د چارواکو په وینا، ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG