د لاسرسي ځای

تازه خبر

که نندارچیان نه وي‌ هم خو کرکټ یاید روان وي: کبیر خان


د پاکستان-انګلستان ترمنځ د لوبې انځور
د پاکستان-انګلستان ترمنځ د لوبې انځور

پراګ - د پاکستان کرکټ لوبډله د کوربه انګلېنډ په وړاندې د درو ټسټ او درو شل اوریزو لوبو لپاره د جون پر ۲۸مه په یو ځانګړې الوتکه کې د انګلېنډ مانچسټر ته رسېدلې ده.

د پاکستان د کرکټ بورډ وايي د دې لوبو لپاره یې ۲۰ هغه لوبغاړي لېږلي چې د کورونا ټیسټ یې منفي راغلی دی او شپږ نور لوبغاړي به د کورونا تر ټیسټ وروسته لېږل کېږي.

یاده اداره وايي پاکستاني لوبغاړي به لومړی د انګلېنډ او وېلز د کرکټ ادارو له شرایطو سره سم معاینه کېږي او بیا به ۱۴ ورځې په قرنطین کې وي خو پر دې مهال به د لوبو لپاره تیاري کولای شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویاند احسان افتخار ناګي‌ مشال راډیو ته په لېږلي‌ لیکلي پېغام کې ویلي چې د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ د لوبو مهالوېش به د انګلېنډ کرکټ بورډ اعلانوي.

د پاکستان او انګلېنډ تر لوبو وړاندې انګلېنډ د ورغلې ویسټ انډیز لوبډلې په وړاندې د جولايي‌ له اتمې تر ۲۸مې درې ټیسټ لوبې تر سره کوي.

د کرکټ نړیوالې لوبې د مارچ په پای کې د کورونا وایرس له کبله درېدلې وې. د جولايي‌ پر اتمه به د انګلېنډ او ویسټ انډیز ترمنځ ټیسټ لوبه په تېرو څه باندې درو میاشتو کې لومړۍ نړیواله لوبه وي.

کرکټ پوهان وايي، د کورونا وایرس په مکمله توګه ختمېده ښايي‌ ډېر وخت واخلي نو په کار ده چې احتیاطي لارښوونې په پام کې ونیول شي او لوبې بیا پیل شي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی کبیر خان مشال راډیو ته وايي، د پاکستان، انګلېنډ او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې په دې لړ کې یو د ستاینې وړ ګام دی.

ده وویل، "د پاکستان دا لوبې په داسې وخت کې دي‌ چې د کورونا وایرس له کبله ټوله نړۍ بنده ده او د ذهني خپګان وخت دی او د ساعتېري لپاره څه نشته نو دا د کرکټ او لوبو د مینه والو لپاره ښه خبر دی. هغوي به په کورونو کې ناست وي‌ او په ټي وي‌ به داسې لوبې ګوري‌ چې ثبت شوې به نه وي بلکې هم هغه ساعت به په ژوندۍ بڼه روانې وي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی رییس احمدزی هم په انګلېنډ کې دا درې ملکي سیالۍ د کرکټ د مینه والو لپاره یو زېری بولي.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل چې په داسې وخت کې چې کورونا وایرس ټوله نړۍ ځپلې ده نو د لوبو د نړیوالو سیالیو ترسره کېده د خوشالۍ خبره ده.

ده زیاته کړه: "اوس به هم د نندارچیانو لپاره دا ګرانه وي چې میدان ته ورشي او هلته لوبې وګوري‌ خو بیا به یې هم په دې مینه ماته شي چې په خپلو کورونو کې یې پر ټي وي په ژوندۍ بڼه وګوري."

په نړۍ کې د کرکټ ادارې ترمنځ په دې اړه بحث روان دی چې که د کورونا وایرس ختمېده وخت اخلي نو باید داسې لوبې ترسره شي چې په میدان کې د نندارچیانو د ناستې اجازه نه کوي.

کبیر خان وايي، په میدان کې د نندارچیانو په موجودګۍ لوبه ښکلې وي خو په میدان کې تر ناستو نندارچیانو په ډېر لوی شمېر خلک په عام وخت کې هم لوبې پر ټېلېویژن ګوري.

ده وویل د امدن وسیله هم په اصل کې هغه خلک وي چې پر ټلویژن په ژوندۍ بڼه لوبې ګوري.

نوموړي‌ وویل: "د لوبو خرڅونه په میدان کې د ناستو نندارچیانو په ټکټونو نه پوره کېږي، هغوي یوازې دوه فیصده خرڅ پوره کوي بلکې نور امدن پر ټېلېویژن له ښودلو راځي او بل دا خبره ضروري ده چې تر نه کرکټ دا ښه ده چې په میدان کې دې نندارچیان نه وي‌ خو کرکټ دې روان وي."

د افغانستان د کرکټ لوبډله د نورو پرتله په نړیوال ډګر کې نوې ده او ډېرو نړیوالو سیالیو ته اړتیا لري.

رییس احمدزی وايي، د کرکټ د نړیوالو لوبو جاري پاته کېدل د دوي په څېر لوبډلو لپاره ډېر مهم دي.

رییس احمدزي وویل، "د افغانستان د کرکټ بورډ د صحت وزارت او حکومت په سلا مشوره ملي لوبډلې ته د تمریناتو اجازه ورکړې ده ، د کرکټ بورډ اعلان کړی چې په اګست کې به بې له نندارچیانو د شپږیزې په نامه کورنۍ سیالۍ کوي او بل پلو د نړیوالو لوبو لپاره هڅې روانې دي‌ نو خدای د وکړي‌ چې په روان کال کې له اسیا کپ او نړیوال کپ تر سره شي."

د یادونې وړ ده چې د کورونا وایرس له کبله نه یوازې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې لوبې ځنډېدلې دي بلکې د روان کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې د اسیا کپ او نړیوال شل اوریز کپ ترسره کېده یې هم له خطر سره مخامخ کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG