د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبډله انګلېنډ ته ولاړه


پخوانی تصویر: د پاکستان کرکټ لوبډله
پخوانی تصویر: د پاکستان کرکټ لوبډله

د پاکستان کرکټ لوبډله نن (د جون په ۲۸مه) انګلېنډ ته د سياليوو کولو لپاره روانه شوه. د پاکستان کرکت بورډ ترمخه ۲۰ لوبغاړي یې په ځانګړې الوتکه کې انګلېنډ ته لېږلې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بی) د جون په ۲۸مه اعلان وکړ چې لوبډله یې د کورونا وايرس د‌ټيسټونو تر کولو وروسته استولې ده. تر دې مخکې د لسو لوبغاړو د کورونا وايرس ټيسټ مثبت راغلي وو خو دويم ټيسټ يې منفي وو.

د پي سي بي پرون د جون پر ۲۷مه په يو بيان کې ويلي دي چې انګلېنډ دوري لپاره يې شل کيسزه ډله اعلان کړي او په دې کې هغه لوبغاړي شامل دي چې د کورونا وايرس ټيسټ يې منفي راغلي دي.

د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ د لوبو حتمي نيټه او ځايونه تراوسه پوري نه دي ټاکل شوي خو دوی به درې ټيسټونه او درې شل اووریزې لوبې کوي.

د مارچ له میاشتې راهيسې په نړۍ کې د کرکټ نړيوالې لوبې نه دې شوې. دا به لومړی ځل وي چې د کورونا وایرس له وجې رامنځته شوې لاک ډاون يا ټولبند له کبله ودرېدلی کرکټ‌پېليږي.

د کرکټ‌ نړيوالې شورا يا آيي سي سي ترمخه، د پاکستان کرکټ لوبغاړي به يو ځل بيا په انګلېنډ کې د کورونا وایرس لپاره ټيسټ‌کوي. دوی به همداراز دوه اونۍ په قرنطین کې تيروي. ځينې هغه پاکستاني لوبغاړي چې د کورونا وایرس ټيسټ یې مثبت راغلی، به وروسته د لوبډلې سره ملګري کېږي.

د پاکستان او انګلېنډ کرکټ دا سيالۍ به بغېر له نندارچيانو کېږي. د پاکستان شل اووریز کرکټ لوبډلې مشر، بابر اعظم انګلېنډ ته تر تګ وړاندې خبريالانو ته وويل چې نندارچيان به یې یادېږي خو د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره ضروري ده چې مېدانونو ته څوک ورنه شي.

XS
SM
MD
LG