د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۱۸۸،۹۲۶ ته ورسېدل


حیدر اباد کې روغتیايي کارکوونکي د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.

په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۸۸،۹۲۶ته رسېدلی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د جون تر ۲۴ مې په هېواد کې ټول۷۷،۷۵۴ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ پاخه شوي او ۳،۷۵۵ ورڅخه مړه شوي هم دي.

په سند کې ۷۲،۶۵۶، پنجاب کې ۶۹۵۳۶ ، خېبر پښتونخوا کې ۲۳،۳۸۸، بلوچستان کې ۹۶۳۴، اسلام اباد کې ۱۱۲۱۹ او ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې څه کم ۲۰۰۰ کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د دغه وایرس له کبله تر اوسه ټول ۲۲،۶۶۳ کسان ناروغه شوي دي، او ۶،۸۶۹ کسان ترې جوړ شوي دي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د کورونا وايرس د مخنيوي په هدف د وچت کړل شوي سمارټ لکډاون له مخې يې څه باندې پنځه لکه خلک د خپلو کورونو پورې محدود کړي دي.

د صوبايي حکومت وياند اجمل وزير د جون پر ۲۳مه احتياطي ټولبند په اړه خبري غونډې ته وويل چې د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې په ۲۴۰ ځایونو کې سمارټ لاک ډاون لګول شوی.

نوموړي زياته کړه په دې ټولو علاقو کې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه زره درې سوه پنځه ده.

نوموړي زياته کړه چې چاته له دغه ځایونو بهر ته د وتلو اجازه نه شته.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د کنټرول مرکز د جون پر ۱۵مه په خپل بيان کې ويلي و چې د اسلام اباد، کراچي، لاهور، پېښور او کوټې په ګډون د پاکستان په ۲۰ ښارونو کې کورونا وبا په تېزۍ سره خپرېږي چې د مخنيوي لپاره يې په دې ښارونو کې احتياطي ټولبند لګولي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۹۳ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۴۸ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۵۰ لکه زیات کسان پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG