د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له نوي ډیلي ګڼ پاکستاني سفارتکاران باسي


په نوي ډیلي کې د پاکستان سفارتخانه

پراګ- هند وايي، په نوي ډيلي کې یې د پاکستانۍ سفارتخانې د نيمايي عملې اېستلو پرېکړه کړې.

دوی تور پورې کوي چې دغه کسان د جاسوسۍ په فعاليتونو کې ښکېل دي او له ترهګرو تنطيمونو سره يې رابطې برقرار ساتلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په يو بيان کې ویلي دي چې دوی به په اسلام اباد کې د خپل سفارت هم دغه همره عمله راکمه کړي.

دوی وايي دغه پريکړې، چې په اووه ورځو کې به عملي شي په نوي ډيلي کې د پاکستان ناظم الامور ته رسول شوې دي.

له دې وروسته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وويل، د هند دغه بې بنياده تورونه ردوي او د دوی په خبره په نوي ډيلي کې يې سفارتي عملې تل د نړيوال قانون او سفارتي اصولو په چوکاټ کې دننه خپل فعاليتونه ترسره کړي دي.

پاکستان وايي چې په اسلام اباد کې يې د هند ناظم الامور رابللی وو چې دارنګ هغه هلته په هندۍ سفارتخانه کې د عملې تر نيمايي پورې له راکومولو پريکړې خبر کړي.

پاکستانيو چارواکو په سمدستي توګه څه نه ویلي خو د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ترنګلي دي او د يو بل سفارتکاران ويستل عادي خبره ده.

هند په ۳۱ مه مې هم دوه پاکستاني سفارتکار د جاسوسۍ په تور له هېوادوه وويستل خو اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه ګرځولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG