د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس مړي‌ ۳،۶۹۵ ته رسېدلي


روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري
روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۴،۹۴۴ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټول شمېر ۱۸۵،۰۳۴ ته رسېدلی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د جون تر ۱۹مې په هېواد کې ټول ۷۳ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ رغېدلي خو ۳،۶۹۵ ورڅخه مړه شوي هم دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه صوبه کې د کورونا وایرس ۶۳۶ نوي کېسونه رپوټ شوي او ۲۲ کسان ترې مړه شوي دي، په مړو شوو کې ۱۵ له پېښوره، دوه له مردان، دوه د ډېره اسماعیل خان، یو یو د سوات، اېبټ اباد او مالاکنډ نه وو.

له دې سره په صوبه کې د کورونا وایرس له وجې د مړو شمېره ۸۴۳ ته رسېدلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د دغه وایرس له وجې تر اوسه ټول ۲۲،۶۶۳ کسان ناروغه شوي دي، او ۶،۸۶۹ کسان ترې جوړ شوي دي.

په نړۍ او افغانستان کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په دغه هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۲۸ زرو ته نېږدې شوی دی.

دغه وزارت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی د څه باندې ۱۳۰۰ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۶۵۸ هغو نتیجه مثبته راوتلې.

په دې ناروغۍ تر اوسه په افغانستان کې د شاو خوا ۵۵۰ کسانو مړینه او د ۷۶۰۰ نورو کسانو د رغېدو خبر تایید شوی دی.

په افغانستان کې ډاکټران داسې فکر کوي، چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس د اخته او مړو شمېر ښايي څو برابره زیاته وي، خو په هېواد کې د ټسټ کولو شرح کمه ښودل کېږي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۹۲ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۴۷ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۴۹ لکه ۵۳ زره پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG