د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان: د کورونا وایرس ګڼې نوې پېښې ثبت


اسلام اباد: یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د ماشوم وینه اخلي
اسلام اباد: یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د ماشوم وینه اخلي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۴،۹۴۴ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټول شمېر ۱۶۵،۰۶۲ ته رسېدلی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د جون تر ۱۹مې په هېواد کې ټول ۶۱،۳۸۳ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ رغېدلي خو ۳،۲۲۹ ورڅخه مړه شوي هم دي.

لا زیاتې هڅې

په عین وخت کې وزیراعظم عمران خان اړونده ادارو او چارواکو ته امر کړی دی چې د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره دې لا زیاتې هڅې وکړي.

نوموړی د جون پر ۱۸مه، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او یو شمېر وزیرانو سره یو ځای په اسلام اباد کې د وبا مخنیوي لپاره د کمانډ او عملیاتو ادارې ته ورغلی وو.

عمران خان چارواکو ته وویل چې روغتونونو ته دې د دواګانو او اکسیجن رسولو په ګډون هلته د ناروغانو د بسترېدو لپاره د کټونو بندوبست وکړي.

نوموړي له ولسه وغوښتل چې اړین احتیاطونه وکړي چې د وایرس خپرېدو مخنیوی شونی شي.

وزیراعظم دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان ځینې ډاکتران د اسانتیاوو نشتوالي شکایت کوي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې دلته وګورئ

د کورونا وایرس په اړه پوښتنې ځواب کړئ.

د پاکستان حکومت د مې پر نهمه ټولبند نرم کړ، خو د جون له ۱۳مې راهیسې یې د یو شمېر ښارونو په ځینو برخو کې د زیاتو پېښو تر ثبتېدو وروسته ۱۴ ورځنی ټولبند اعلان کړ.

په افغانستان کې مثبتې پېښې

هلته د جمعې تر سهاره (جون ۱۹) په افغانستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲۷،۵۳۲ پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، په هغه هېواد کې ناروغۍ تر اوسه ۵۴۶ کسان وژلي خو ۷،۶۶۰ ورڅخه جوړ شوي دي.

روغتیاپالان وايي، په افغانستان او پاکستان کې پر حکومتي ویناګانو سربېره خلکو په مې کې د اختر په ورځو کې احتیاطونه عملي نه کړل چې له وجې یې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر لوړ شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG