د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۱۶۲،۴۰۴ ته ورسېدل


د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت
د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت

د پاکستان د روغتيا وزارت وايي چې تر دې دمه [د جون تر ۱۸مې] په ټول هېواد کې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۶۰،۱۱۸ ته رسېدلی، ۳،۱۴۱ ترې مړه شوي او تر ۵۹ زره زيات ترې پاخه شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې سمارټ لاک ډاون يا احتياطي ټولبند عملي کړی دی.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د کنټرول مرکز د جون پر ۱۵مه په خپل بيان کې ويلي و چې د اسلام اباد، کراچي، لاهور، پېښور او کوټې په ګډون د پاکستان په ۲۰ ښارونو کې کورونا وبا په تېزۍ سره خپرېږي چې د مخنيوي لپاره يې په دې ښارونو کې بندېزونه لګول پکار دي.

د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ترمخه د پېښور په نهو، په نوښار کې پنځلس کلي، د باجوړ په خار او عنایت کلي کې سمارټ لاکډاون عملي شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۸۴ لکه اته زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۵۱ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۴۴ لکه بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG