د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو ځواکونو کمول له افغان سولې سره تړاو لري: سټولټنبرګ


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جون پر ۱۷مه د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د ویډيو کنفرانس له لارې وویل چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر له شاوخوا ۱۶ زرو نېږدې ۱۲ زرو ته راکم کړی دی او دا بهیر به وغځوي.

سټولټنبرګ وايي، د ځواکونو کمول یې د سولې له پروسې سره تړاو لري. خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، په افغانستان کې هغسې اورکم چې دوی یې تمه لرله ته ترسترګو کېږي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو ځواکونه به هغه وخت له افغانستانه کاملاً وځي چې وخت مناسب وي او دا هغه وخت دی چې القاعده او نور ترهګر په افغانستان کې د دې توان ونه‌لري چې ازادانه فعالیت وکړي.

سټولټنبرګ وویل، تمه لري چې د سولې خبرې د افغانانو ترمنځ ژر پیل شي او زیاته‌ یې کړه چې ډېره مهمه دا ده چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کړي او دا د سولې د تړون مهم ټکی دی.

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبې په ورځ مشال راډیو ته ویلي و، که د دوی دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي، دوی به په یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي.

له دې ډلې زندانیانو شااوخوا ۴۳۰ تنه تېره شپه د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.

البانو تر اوسه د کړې ژمنې نېږدې نیمایي کسان خوشې کړي دي او په دې ترڅ کې تېره شپه سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې طالبانو ۳۵ نور عسکر خوشې کړل.

سهیل شاهین په ټویټر کې یوه ویډیو هم پرون شریکه کړه چې په‌ کې دوه تنه ټپيان په یوه موټر کې ښکاري او هغوی وایي چې عسکر دي، د کابل په خاک جبار ولسوالي کې نیول شوي دي، د طالبانو یو کس په دې وېډیو کې دغه ټپيان مخاطبوي او وایي:

"د ملي اردو افسران وئ، په حکومت کې یا په دغه اداره کې مو ډېر وخت وظیفه کړې ده او ډېر کارونه به مو هم کړي وي زموږ مشران د رحم معامله درسره کوي او خپلو کورنیو ته مو د کابل د ادارې له لارې سپاري."

تر اوسه طالبانو نه‌دي ویلي چې پاتې حکومتي بندیان به کله ازادوي او یوې حکومتي سرچینې مشال راډيو ته وویل چې احتمالاً راتلونکې اوونۍ به د طالبانو نور زندانیان ازاد شي.

د فبرورۍ په ۲۹مه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون وشو، د هغه له مخې به افغان حکومت د طالبانو نېږدې پنځه زره زندانیان ازادوي او طالبان به نږدې زر تنه حکومتي بندیان خوشې کوي او بین‌الافغاني خبرې به پيلېږي.

تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه، نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د سولې مسئله وڅېړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG