د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۱۵۴زرو واوښت


کراچې کې یوې ښځې له ماسک سره سره د مخ زغزه هم اچولې.

په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر يو لک څلور پنځوس زره، اوه سوه شپېتو ته رسېدلی دی.

د کویډ ۱۹ معلومات خپرونکی پاکستانی سرکاري وبسايټ ليکي چې په دې هېواد کې نن د جون تر ۱۷مې له کورونا وايرسه ۲۹۷۵ کسان مړه شوي او اته پنځوس زره، څلور سوه اوه دېرش پاخه شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې شلو هغو ځايونو کې چې د کورونا وایرس ډېرې پېښې ترې راپور شوي، سمارټ لاک ډاون پېل کړی دی. دلته نه څوک د ورتګ او نه هم ترې د تللو اجازه لري.

په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرسه د اخته کسانو شمېر اته ميليونه، يو لک پنځه پنځوس زره او دوه سوه شپږشېتو ته رسېدلی دی. په دې اړه شمېرې خپرونکي د امريکا جان هاپکينز پوهنتون ليکلي چې د جون تر ۱۷مې څلور لکه، يو څلويښت زره او څلور سوه نهه ديرش کسان له دې وايرسه مړه شوي او درې اعشاريه نهه ميلونه ترې پاخه شوي دي.

په همدې حال کې د صحت نړيوالې ادارې پر هېوادونو غږ کړی چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره دې ټول تدابير وکړي ځکه چې په ځينو ځايونو کې دا وایرس تر غلي کېدو وروسته بيا راپورته شوی دی.

کورونا وایرس په ۲۰۱۹ کال کې د دیسمبر په مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG