افغان حکومت وایي، د بینالافغاني خبرو لومړنۍ ناسته به د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د ځای ټاکلو هوکړې ته نه دی رسېدلی خو لیکلي یې دي، یوازې به لومړنۍ ناسته په دوحه کې کېږي.
صدیقي د لومړنۍ ناستې نېټه نه ده ښودلې.
له دې وړاندې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره پر دې سلا شوی چې بینالافغاني خبرې به دوحه کې کېږي.
د بینالافغاني خبرو پيل ته هیلې له هغه وروسته زیاتې شوي چې حکومت وویل، راتلونکو ورځو کې د طالبانو دوه زره نور زندانیان هم ازادوي او په دې اړه د طالبانو یو پلاوی لا هم په کابل کې دی.
د دوه زره نورو زندانیانو په ازادېدو د خوشې شویو طالب زندانیانو شمېر پنځه زرو ته رسېږي او دا د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو لومړنی شرط و.
په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د اتوار په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي، دوی یوه اوونۍ کې بینالافغاني خبرو ته ځان چمتو کوي.
شاهین وویل دوی د سولې نیت لري او د همدې لپاره یې له کومې هوکړې پرته په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی کم کړی دی.
په ورته وخت کې د سولې شورا پخوانی مرستیال حاجي دین محمد چې یو ځل یې مسکو کې له طالبانو سره مخامخ کتلي هم دي، د دوحې راتلونکې ناسته ډېره ګټوره بولي.
نوموړي له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هڅه باید وشي چې د بینالافغاني خبرو د پيل دا فرصت له لاسه ونهوځي.
هغه زیاته کړه: "دغه خبرې چې قطر کې شروع کېږي، ډېرې ګټورې دي، دا سمه ده چې سعودي له قطر سره مشکلات لري او امارات هم، خو د افغانستان سوله د ټولو په ګټه ده، مهمه دا ده چې یو ځل دغه خبرې پيل شي، دا خبرې به ممکن اوږدې وې او راتلونکي کې یې لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېږي."
وړاندې داسې ویل کېده چې بینالافغاني خبرې به د جرمني یا ناروې په کوربهتوب ترسره کېږي او دغو هېوادونو ورته چمتووالی هم ښودلی وو.