د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کورونا فنډ وروستي پړاو مرستې ووېشل شوې


په ننګرهار کې دا مرستې په ۱۳۰۰ کورونیو کې ووېشل شو
په ننګرهار کې دا مرستې په ۱۳۰۰ کورونیو کې ووېشل شو

جلال اباد – د افغانستان د ننګرهار ولایت کورونا فنډ د مرستو په وروستي پړاو کې د ۱۳۰۰ بې وزلواو د قرنطین له امله بې روزکاره شويو کورنیو سره د پینځه زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کورونا فنډ کمېټې مسوولین وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې يې د جلال اباد ښار اړوند په نهو ناحيو کې ۹۵۰۰ کورنيو ته د خوراکي مرستې رسولي دي.

د جون پر ۱۴مه نېټه د جلال اباد ښار د نهمې ناحېې اړوند په سلګونو بې وزلو او د قرنطین له امله د بې روزګاره شويو کورنیو غړي د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي ته ورټول شوي ول او د کورونا فنډ له مرستو برخمن شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار مرستيال والي تمیم عارف مومند مشال راډيو ته وویل: "د پخوانیو مرستو په تعقیب باندې چې د کورونا فنډ د کمېټې له لارې تر سره شوې وې، د نهمې ناحیې له ولسونو سره چې جمله ۱۳۰۰ کورنۍ کېږي، د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه چې له دې سره زموږ د نهه ګونه ناحيې چې د کورونا فنډ د کمېټې لخوا پلان شوې وې، توزیع يې پای ته رسېږي، چې ټولټال نهه نيم زره کورنيو سره د دغې کمېټې له ادرسه د خوراکي توکو مرستې تر سره شوې."

بې وزله کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو وروسته
بې وزله کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو وروسته

کورونا فنډ د مرستو د شفاف وېش لپاره يوې درې کسیزې کمېټې ته حواله شوی و چې يو هم په کې د ننګرهار ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کاموال و چې د لسګونو رضاکارو په مرسته يې د مرستو د وېش پلان تر سره کړ.

نوموړی وايي چې ډېر ژر به د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د کورونا فنډ د مرستو په شفافیت ولس مطمین کړي: "د کورونا فنډ د مرستو د وېش دا وروستۍ ناحیه وه چې له اولې شروع وه او نهمې ته ورسېده. ډېر ژر به موږ د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د مرستوپه شفافیت له ولس سره معلومات شريک کړو. زموږ هیله او امید له شتمنو څخه دا دی چې ضروري نه ده چې دوی دې کورونا فنډ سره مرستې وکړي، هر هغه څوک چې په خپل شاوخوا کې غریب او بې وزله لري، هغوی سره دې مرسته وکړي."

کورونا فنډ چې کابو درې میاشتې وړاندې د ننګرهار د والی شاه محمود میاخېل په نوښت جوړ شوی و، په کوردننه سوداګرو او بهر مېشتو افغانانو ورسره په ميلیونونو افغانيو مرستې کړې وې.

یو کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو وروسته
یو کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو وروسته

د کورونا فنډ د مرستو په وروستي پړاو کې د ګلبهار په نوم يو خیریه بنسټ هم مرسته کړې وه. د دې بنسټ ویاند عبدالرازق همدرد مشال راډيو ته وویل: " له کورونا فنډ سره زموږ د مشرتابه لخوا شاوخوا ديرش زره ډالر مرسته شوې وه چې دا خوراکي توکو مو پرې په ګډه راونیول او خپلو غریبو هیوادوالو باندې مو ووېشل."

هغو بې روزګاره او بې وزلو چې د کورونا فنډ مرستې يې تر لاسه کړې وې، خوشحاله ول خو د دولت او سوداګرو څخه يې د نورو مرستو غوښتنه کوله. یو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: " نوم مې خان ګلاب دی. دغه مرستې چې موږ سره وشوې، موږ ډېر خوښ یوو خو باید چې ټولو غریبو او بې وزلو خلکو سره مرستې وشي. د خلکو د کاروبار سستمونه ټول خراب شوي، مزدوري نشته، دا درې میاشتې کېږي چې په کور پراته یوو."

د ننګرهار کورونا فنډ کمېټې مسوولین وايي چې د کورونا له امله په ننګرهار کې زرګونه نورې کورنۍ هم له اقصتادي ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره هڅه کوي چې د هیواد د ملي سوداګرو او د نړیوالو خيریه ادارو څخه مرستې جلب کړي او په بې وزلو کورنیو يې وويشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG