کابل - د افغانستان امنیتي او ملکي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی چې د سولې هڅې زیانمنولای شي.
د ملي امنیت شورا، د کورنیو چارو وزارت او د سیمه ییزو اورګانونو د همغږۍ ادارو ویندویانو د جون پر ۱۴مه په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې وسله والو طالبانو له اورکم او اوربنده ناوړه ګټه پورته کړې او د سولې لپاره یې عملي اقدامات نه دي کړي.
طالبانو د افغان چارواکو د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې نه یوازې دا تور رد کړی بلکې حکومت یې د سولې لپاره د هڅو په نه کولو تورن کړی
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له اورکم او اوربند ناوړه ګټه پورته کړې او د سولې د راتلو لپاره یې عملي ګام نه دی پورته کړی.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د جون پر ۱۴مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "طالبانو له خپل ادرسه د سولې لپاره تلاش نه دی کړی، بلکې تر اوسه دوی په جنګ او افغان وژنه متمرکز پاتې دي او دا په دې معنی ده چې طالبان د سولې لپاره هغه ډول چې لازمه ده اراده نه لري."
جاوید فیصل وویل ، طالبان باید په دې پوه شي چې سوله یوه اړتیا ده.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د ده په وینا ، دا ډول کړنې د سولې د بهیر په خیر نه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو بریدونو ته په اشارې وايي، له امریکا سره د طالبانو د سولې له هوکړې وروسته، دې ډلې د تاوتریخوالي بېلابېلې څپې پیل کړې.
د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، یوازې تېره اوونۍ طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې ۲۲۲ بېلابېل بریدونه کړي چې پکې ۴۲۲ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارین وویل: "یو بل کار چې طالبانو پر افغان حکومت او خلکو د یوه رواني فشار په توګه ترې ګټه واخیسته، د افغانستان پر عالمانو بریدونه دي. هغه بریدونه چې له کوچني اختر او درې ورځني اوربند وروسته یې زور اخیستی او د طالبانو له ترهګریزو فعالیتونو شمېرل کېږي."
نوموړي وویل چې طالبان دا ډول حملې له نورو ترهګرو ډلو سره په همکارۍ کوي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم د جون پر ۱۴مه په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان لا هم پر ملکي او عامه تأسیساتو وسله والې حملې کوي او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی.
ده وویل: "د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته چې تر اوسه له ۱۰ ولایتونو کوم معلومات رارسېدلي، په هغوی کې د پُلونو او سړکونو له الوځولو سربېره، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو د جوزجان په دوه ولسوالیو کې ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بېکوره کړي او اوسیې له کورونو د جګړې د مورچلو په توګه کار اخلي."
د ویندویانو تر خبرو وروسته بیا د طالبانو دریځ داسې ولیکه: په قطرکې د طالبانو سیاسي دفتر او ویاندویانو سولې ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.
د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د سولې له موافقې سره سم چې ټول بندیان ازاد شي نو بیا له افغان حکومت سره په مستقیمو خبرو کې پر اوربند غږېږي او د سولې بهیر پر مخ وړي.
(د ازادۍ راډیو له رپورټ څخه)
د فېسبوک تبصرې