د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني په کورونا اخته شوی 


یوسف رضا ګېلاني
یوسف رضا ګېلاني

پراګ - د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د پاکستان پپلز ګوند مخکښ سید يوسف رضا ګېلاني په کورونا وايرس اخته شوی دی.

د نوموړي زوی قاسم ګېلاني د جون پر ۱۳مه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د پلار د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلی دی.

هغه د خپل پلار په کورونا وايرس د اخته کېدو تور پر حکومت او د احتساب قامي ادارې نېب پورې کړی دی.

یوسف رضا ګېلاني د جون پر ۱۱ مه نېټه په راولپنډۍ کې په يوه مقدمه کې د احتساب عدالت ته حاضر شو.

قاسم ګېلاني ويلي، پلار يې جج ته خواست کړی وو چې په داسې حال کې د پارلېمان نور غړي هم په کووډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي نو بايد هغه په شخصي توګه عدالت ته له حاضرېدو مستثنی کړي.

تر دې وړاندې د پنجاب صوبې یو شمېر نور مهم سیاسي مشران په کورونا وایرس اخته شوي دي.

په دې کې د اپوزيشن او د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف، د دې هېواد پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ نواز يو بل لوړ پوړی مشر شاهد خاقان عباسي، د ريلوې پخوانی وزير سعد رفيق او د ريلوې اوسنی وزير شيخ رشيد احمد هم شامل دي.

په پاکستان کې کورونا وایرس تر اوسه تر ټولو زیات پنجاب صوبه ځپلې ده.

هلته د جون تر ۱۴مې د کورونا وهلیو شمېر ۵۲۶۰۱ دی او ۹۶۹ کسان یې وژلي هم دي.

XS
SM
MD
LG