د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملک کې به بیا ټولبند ونکړو: عمران خان 


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

اسلام اباد – د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې ده چې د کورونا وایرس د مخنیوي‌ هڅو په لړ کې به په هېواد کې بيا ټولبند یا لاکډاون ونکړي.

عمران خان دا خبره د جون پر ۱۳ مه په لاهور کې د پنجاب وزيراعلی، ګورنر او نورو لوړو پوړو چارواکيو سره تر ليدو وروسته د خبرې غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړي د پنجاب له حکومتي مشرانو سره په يوه غونډه کې په صوبه کې د کورونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو د صورتحال جاج واخيست.

عمران خان وويل، د مکمل ټولبند پر ځای به نرم لاکډاون وي او هغه سيمه به تړل کېږي چې پکې کورونا وايرس زيات خپور شي.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد پوليس د مکمل ټولبند بوج پرخپله غاړه د اخيستو توان نلري.

په نړۍ کې د کورونا وایرس د پېښو تازه شمېر

هغه وويل، د پاکستان غوندې هېواد له اقتصادي پلوه د بشپړ لاکډوان صلاحیت نلري.

تېره اوونۍ د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو اېچ او په يو خط کې د پاکستان څلور واړو صوبو ته ويلي ول چې دوی د لاکډاون ختمولو په لړ کې د دې سازمان پر لارښودونو عمل نه دی کړی.

پاکستان د کورونا وبا خپرېدو د مخنوي په لړ کې د مارچ په مياشت کې مکمل لاکډاون اعلان کړی وو چې د مې پر نهمه نېټه يې ختم کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر شواروز کې ۶۸۲۵ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي چې ورسره د کووډ-۱۹ ناروغانو شمېر تر يو لک ۳۹ زره زيات شو.

د وايرس په اړه د روغتيا وزارت ويبپاڼې د جون پر ۱۴ مه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وبا ۸۱ نور کسان وژلي هم دي.

په پاکستان کې د جون تر ۱۴مې د کورونا وایرس له کبله د مړيو مجموعي شمېر۲۶۳۲ ته رسېدلې ده.

د ويبپاڼې په خبره تراوسه پورې د کووډ-۱۹ ناروغۍ څخه تر ۵۱ زره زيات کسان جوړ شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG