د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پر بجټ د اپوزېشن نیوکې


حماد اظهر د بجټ وړاندې کولو پر مهال (پخوانی عکس)
حماد اظهر د بجټ وړاندې کولو پر مهال (پخوانی عکس)

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د مالي کال ۲۰۲۰-۲۱ لپاره تر ۷۱۰۰ اربه روپۍ زيات بجټ وړاندې کړ چې پکې يې په دفاعي بجټ کې اضافه او سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کې هيڅ اضافه نده کړې.

د پاکستان د صنعتي چارو وزير حماد اظهر د جون پر۱۲مه قامي اسمبلۍ ته د ۳۴۳۷ اربه روپیو د خسارې بجټ وړاندې کولو پر وخت په نوي مالي کال کې د هيڅ نوې ټېکس نه لګولو اعلان وکړ.

نوموړي په خپله وينا کې لومړی د کورونا وايرس جهاني وبا له وجې د پاکستان اقتصاد ته اوښتي زيان خبره وکړه او ویې ویل چې ټولبند يا لاک ډاون د هيواد پر ناخالصه کورني پيداوار(جي ډي پي) او کاروبارونو منفي اغيز کړی دی.

د ده په وینا ، د دې وایرس له کبله د ولس پر ژوند منفي اثرات راکمولو او د دوي ژوند ښه کولو لپاره يې حکومت خصوصي ترقياتي پروګرام جوړکړی د کوم لپاره چې په بجټ کې اويا اربه روپۍ ايښودل شوې دي.

حماد اظهر په وينا کې وويل چې حکومت د بېوزله کورنيو د مالي مرستو پروژې “احساس” بوديجه له ۱۸۷ اربه څخه ۲۰۸ اربه ته زیاتوي او د ځوانانو د روزګار او بې وزله خلکو لپاره د کورونو جوړولو ترڅنګ صحت، تعليم، لوړو زدکړو، د چاپيريال ساتنې، کرنې او نورو څانګو لپاره هم پیسې بېلوي.

بلخوا اپوزيشن د حکومت لخوا وړاندې کړی رد کړی او وايي چې په نتيجه کې به يې په ګرانۍ او بې روزګارۍ کې نوره هم اضافه کيږي.

د جماعت اسلامي امير سراج الحق د قامي اسمبلۍ تر ودانۍ بهر مشال راډيو ته وويل چې ګوند يې دا تجويز ورکړی وو چې په بجټ کې دې د هغو پاکستانیانو لپاره سکیم شامل کړي‌ چې د نړۍ په نورو ملکونو کې ميشت دي او خپل ملک ته راروان دي.

د ده په وینا ، په دې کې دې هغوي‌ ته بې سوده پورونه ورکړي‌ چې هغوي‌ بیا پر خپلو پښتو ودرېږي.

د سراج الحق په وینا ، حکومت د هغوي‌ لپاره هیڅ هم نه دي کړي

سراج الحق ادعا وکړه چې د تحريک انصاف واک ته له رسېدو راهسې تر يو کروړ۷۰ لکه خلک بې روزګاره شوي دي.

د صنعتي چارو وزير قامي اسمبلۍ ته د بجټ مسودې وړاندې کولو پرمهال وويل چې حکومت يې د قبايلي ضلعو پرمختيا، هلته د ادارو جوړښت او اصلاحاتو ته لومړيتوب ورکوي او حکومت به يې له صوبو سره رابطې زياتوي چې هغوي قبايلو ته د ۱۰۰ اربه روپيو ورکولو ته راضي کړي.

د نوموړي په وينا حکومت د راتلونکي مالي کال په بوديجه کې په خېبر پښتونخوا کې د قبايلو ورګډولو، اصلاحاتي بهير او پرمختيايي چارو لپاره څه د پاسه پنځه اويا اربه روپۍ ږدي.

خو د شمالي وزيرستان منتخب پارليماني استازی محسن داوړ مشال راډيو ته وويل چې “حکومت په تير بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره تر يونيم سل اربه زياتې روپۍ يښې وې او اوس دې دوي‌ ووايي‌ چې د يادو ضلعو په پرمختګ يې څومره پېسې خرڅ کړې دي؟”

محسن داوړ تور پورې کړې چې حکومت یوازې اعلانونه او وعدې کوي خو عمل پرې بالکل نه کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د حکومت لخوا وړاندې کړی بجټ رد کړ او ویې ویل چې د کومو شعبو لپاره چې پېسې ايښودل پکار وو حکومت په بجټ کې هغه له نظره ايستلې دي نو دا د پاکستان د تاريخ تر ټولو د تاوان بجټ دی.

خو د پاکستان تحريک انصاف پارليماني استازې ساجده بيګم بيا وايي د اپوزيشن کار پر حکومت نيوکې کول وي خو دوي ګڼي چې حکومت يې ډير ښه بجټ وړاندې کړی او د کورونا وايرس له کبله د ملک اقتصاد ته نقصان رسيدو باوجود حکومت د هرې شعبې لپاره په بجټ کې پېسې یښې دي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې نوی مالي کال د جولایي پر لومړۍ نېټه پېليږي او د جون پر ۳۰مه پای ته رسي.

XS
SM
MD
LG