د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کورونا له کبله مړي‌ ۲۵۵۱ ته ورسېدل


د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت
د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت

پراګ - پاکستان کې د جون تر ۱۳مې د کورونا وړجنو شمېره یو لک ۳۲ زرو ته رسېدلې ده.

په دې هېواد کې کورونا وایرس ۲۵۵۱ کسان مړه کړي او ۵۰ زرو زیات ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان روغتيا محکمې د وېبپاڼې ترمخه تر ټولو زیات کېسونه په پنجاب صوبه کې رپوټ شوي دي چې شمېره یې څه د پاسه ۵۰ زره ده.

ورپسې د سېند صوبه ده چې ۴۹ زره زیات کسان پکې کورونا وهلي دي.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې دا شمېره نېږدې ۱۶نیم زره او په بلوچستان کې نېږدې اته زره ده.

په افغانستان او نړۍ کې د کورونا تازه شمېرې

هلته په افغانستان کې نېږدې ۲۴۱۰۲ زره کسان پر کورونا وایرس اخته شوی دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په افغانستان کې د ۴۵۱ کسانو ژوند اخېستی خو ۴ ۲۰۱ کسان بیرته ښه شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۷۷ زیات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۲۸ زره زيات ورڅخه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG