د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون څلور کسان ووژل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام او درې نور کسان وژل شوي دي.
ارین زیاتوي: "نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه سوري جامع جومات کې اېښودل شویو باروتو چاودنه کړې چې د جومات امام او درې نور لمونځ کوونکي شهیدان او اته تنه نور ټپيان شوي دي."
ارین دا د افغانستان د دیني عالمانو او لمونځ کوونکو په وړاندې د اسلام دښمنانو د جنایتونو سلسله وبلله.
د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
۱۰ ورځې مخکې د جون پر دوهمه د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې هم چاودنه شوې وه چې پېژندل شوی دیني عالم مولوي ایاز نیازی یې وواژه.
د هغې حملې مسولیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) منلی و.
په کابل کې د امریکا سفارت د کابل پر شېرشاه سوري جامع جومات د نن ورځې چاودنه وغندله.
دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، سفارت دا حمله غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيي.
د فېسبوک تبصرې